امریکا: د پاکستان له مرستې پرته د طالبانو، حقاني شبکې او داعش ډلې ماتول ناشنوني دي

۲۶ حمل , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۰:۰۳ ق.ظ -

  د امریکا د پوځ لوی درستیز د امریکا کانګرېس ته د خبرو پر مهال ويلي، چې که پاکستان مرسته ونه کړي په افغانستان کې د طالبانو، حقاني شبکې او داعش ډلو ماتول ناشونی کار دی. د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مایک میلي ویلي: « دا یو واقعیت دی چې پاکستان د حل لارې یوه برخه او زمونږ ستراتېژي هم سیمه ییزه ده او د افغانستان د  شخړې حل سیمه ییزې هڅې غواړي. مونږ په دې ستراتېژي کې پاکستان هم را ګډ کړي ځکه دا یو حقیقت دی، چې طالبان، حقاني شبکه او نورې ترهګرې ډلې په پاکستان کې خوندي مرکزونه لري او زمونږ فشارونه به په افغانستان کې د ننه او بهر دوام ولري.»  
د ملي دفاع وزارت سرپرست ویاند محمد رادمنش هم وایي، چې د جګړې په پای ته رسولو کې اړتیا ده، چې پاکستان رښتینې همکاري وکړي.
  پر پاکستان او طالبانو فشارونه د افغانستان او سویلي آسیا په تړاو د امریکا د ستراتېژي یوه برخه ګڼل کېږي، خو د سیاسي چارو شنونکي له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د امریکا هڅو ته د شک په سترګه ګوري او وايي امریکا له تروریزم سره رښتینې مبارزه نه کوي او له همدې امله یې تر دې دمه پر پاکستان لازم فشارونه نه دي راوړي بلخوا د پوځي چارو شنونکي عتیق الله امرخېل په دې تړاو وویل، یو شمېر هېوادونه په پټه پاکستان ته دا ډاډ ورکوي، چې امریکا مو په وړاندې پوځي عمل نه تر سره کوي،  همدا علت دی چې پاکستان یې پر فشارونو او څرګندونو خپل غوږونه کاڼه کړي دي. د نوموړي په خبره، پاکستان په سیمه کې د امریکا نږدې متحد دی او امریکا نه غواړي چې د افغانستان د امنیت پر سر له دغه هېواد سره خپلې اړیکې خرابې کړي.. امریکا بیرغ

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .