امریکا ومنله چې په افغانستان کې د طالبانو بریدونه زیات شوي

۲۲ سنبله , ۱۳۹۷ ,ساعت ۴:۴۱ ب.ظ -

د امریکا دفاع وزیر ویلي چې له یوې خوا طالبانو په افغانستان کې بریدونه زیات کړي او له بلې خوا د سولې د خبرو لپاره هم تمه زیاته شوې ده. دفاع وزیر همداراز ټینګار کړی چې د امریکايي ځواکونو خوندیتوب لپاره به پر افغان ځواکونو کنټرول زیات شي. د افغانستان په لویو ښارونو او ولسوالیو باندې د طالبانو بریدونو له زیاتیدو سره یو ځای په کور دننه د سولې لپاره تمې هم شته، خو ځينو بریدونو دا تمې کمرنګه کړي دي. امریکا دفاع وزیر ویلي چې د طالبانو له بریدونو سره- سره په طالبانو کې د سولې خبرو لپاره لېوالتیا زیاته شوې.
د امریکا دفاع وزیر جېمز مټیس : د طالبانو له وروستیو فعالیتونو دوه پیغامونه اخلو له یوې خوا په افغانستان کې بریدونه زیات شوي له بلې خوا یې د سولې خبرو لپاره لېوالتیا ښکاره کوي.
د طالبانو له بریدونو سره یو ځای په افغانستان کې د امریکا ویره پيدا شوې چې افغان ځواکونه به یې په سرتېرو بریدونه وکړي. اوس پنټاګون کار کوي چې څنګه کیدای شي پر افغان ځواکونو کنټرول زیات کړي چې د بریدونو مخه ونیول شي.
جېمز مټیس:  پر افغان ځواکونو د څار زیاتولو لپاره کارونه روان دي، د دې لپاره به نور ځواکونه وروزل شي تر څو هغه ځواکونه چې سخت دريځي دي پیدا کړو او د بریدونو مخنیوی وکړو.
مټیس په پنټاګون کې د خبریالانو سره په خبرو کې هیله څرګنده کړه چې افغانستان په سم لور روان دی او د سولې د ټینګښت لپاره د اړتیا وړ ګام واخلي. خو د نیویارک ټایمز یو تحقیقي راپور موندلي چې امریکایي چارواکي د افغانستان په تړاو خپلو خلکو ته دروغ وایي، او ډیر څه حقیقت نه لري چې د امریکا خلک پرې تېر ایستل کیږي. MATTIS

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .