امنيتي ادارې ولي د بريدونو په مخنيوي نه بريالي کېږي؟

۲۲ حوت , ۱۳۹۶ ,ساعت ۲:۴۸ ب.ظ -

فضل الرحمان اوریا، سیاسي شنونکی

دولتي مشران او چارواکي په داسي داخلي اړودوړ کي راګیر دي، چي یوازي د قدرت له ساتلو او تداوم نه پرته هر څه یې هېر کړي او تل په دې فکر کي دي، چي خپله چوکۍ او پیسې له لاسه ور نه کړي. دوی د ولس په فکر او غم کي نه دي، دوی یوازي پر دې فکر کوي، چي امریکایان ترې خفه نه سي او په هر ممکنه مکر او نیرنګ باندي خپل ځواک او قدرت وساتي. دوی هيڅ ډول تعهد او وفاداري افغان ولس ته نه لري او په دې ډاډه دي، چي که هره شېبه امریکایان افغانستان پرېږدي، نو هغه شېبه بیا نه دولت سته او نه قدرت.

فضل الرحمان اوریا، سیاسي شنونکی

فضل الرحمان اوریا، سیاسي شنونکی

نو ځکه یې ټوله تکیه او تمکین پر غربیانو دی، نه پر افغان ولس. د امنیتي پېښو په مخنيوي کي د پاتي راتلو یو بل لامل هم خپله بهرني ځواکونه دي. امریکایانو په افغانستان باندي داسي وضعیت حاکم کړ، چي ولس او مشران یې سره د قوم، ژبې، سمت او مذهب په نومونو ټوټه – ټوټه کړل. سیاسي – قومي مشران یې په داسي تربګنۍ سره اخته کړل، چي اوس هر یو په خپل وار سره د سیال د له منځه وړلو او تضعیف په موخه، هر نامشروع عمل او جنایت ترسره کولو ته تیار دى. ډېری مشران د بهرنیو دولتونو او جاسوسي کړیو لاسپوڅي ګرځېدلي او هڅه یې دا ده چي څه ډول هغه خوښ او خوشاله کړي.

عبدالبصیر رنجبر، سیاسي شنونکی

افغان ځانګړي ځواکونه د حساسو پوځي عملياتو د کولو وړتيا لري، په تېرو کلونو کي دوی له امريکايي ځواکونو سره ګډ عمليات هم کړي. خو د افغان امنيتي ځواکونو نوري برخي ډېره وړتيا نه لري او له پراخه اداري فساد څخه کړېږي. دا ستونزه د امريکا د يرغل ميراث دی. په ۲۰۰۱ کال کي، چي امريکايي ځواکونه افغانستان ته راغلل، نو پوليس او اردو يې سره مدغم کړل او په بېړه يې افغان ځواکونه په قومي رنګونو ولړل.

عبدالبصیر رنجبر، سیاسي شنونکی

عبدالبصیر رنجبر، سیاسي شنونکی

نوې اردو يې له داسي کسانو جوړه کړه، چي په ۱۹۹۰مو کلونو کي يو بل ته ګوته په ماشه وو. اوس دې کسانو ته د افغانستان له امنيت څخه د خپلو ډلو – ټپلو ګټي ډېري مهمي دي. د افغان ځواکونو د روزني موده هم ډېره لنډه ده، نوي جذب سوي سرتېري له دوه میاشتنۍ روزني وروسته د جګړې لومړيو کرښو ته استول کېږي. د پوليسو او اردو ځيني سرتېري، چي په رخصتي کورونو ته لاړ سي، بيرته دندي ته نه راځي. د افغان امنيتي ځواکونو په ليکو کي د خيالي سرتېرو د شتون راپورونه هم ورکړل سوي. تر ټولو بده يې لا دا ده، چي طالبانو د افغان امنيتي ځواکونو په ليکو کي نفوذ کړی. دغه کسان چي نفوذي کسان يې بولي، دوی د عسکر په جامه کي خپل نور همسنګره ملګري په نښه کوي. دا ډول بريدونه د هيواد په امنيت کي لا نور درځونه پيدا کوي.

اباسین حرکت، مدني فعال

د افغانستان د امنیتي وضعیت د خرابېدو یو لوی علت په امنیتي ادارو کي جدي ستونزي دي، که څه هم په دې وروستیو کي دغه ادارې په نسبي ډول اصلاح سوي، خو بیا هم کافي او د بسني وړ کارونه په دې اړه نه دي ترسره سوي. زموږ امنیتي ادارې تر ډېره حده پوري اوس هم په قومي، سمتي، سیاسي، ژبني او شخصي اړیکو او فساد اړوند مسایلو باندي مخته ځي او ګومارني یې له دې ټکیو څخه سرچینه اخلي. که دا ادارې له دې ستونزو څخه برخمني نه وای، اوس به ترهګري ډلي په ډېرو هغو پېښو چي ترسره کړي یې دي، نه واى توانېدلي. د ملي یووالي حکومت مشرتابه او شخصاً ولسمشر غني ته په کار ده، چي د امنیتي وضعیت د کابو کولو او د نظام د پیاوړتیا په موخه څومره ژر چي کولای سي په دغو ادارو کي د اساسي اصلاحاتو لپاره اساسی ګامونه واخلي.

اباسین حرکت، مدني فعال

اباسین حرکت، مدني فعال

له اصلاحاتو پرته امنیتي بنسټونه پياوړي کېدای نه سي او د پیاوړو امنیتي بنسټونو په نه شتون کي ډېر هغه پلانونه او ارمانونه چي حکومت او ملت یې د افغانستان د ودانولو او هوسایني لپاره لري، نيمګړي به پاتي وي. د افغانستان ولسمشر چي خپله د امنیتي ادارو یوې ته د فساد زړه وایي، نو پوه سئ چي ولس به دوی ته په کومه سترګه ګوري، ځکه ولسمشر په ارګ کي دی او عملاً یوه یوه ناکرده نه سي لیدلای، اما ولس واقعاً د دغو بنسټونو له رهبرۍ څخه ناراضه دی او زیاتي نیوکي ورباندي لري. پر امنیتي بنسټونو نیوکي او د سرتېرو په اړه د ولس نظر فرق کوي، زه او ټول ولس تقریباً په دې باور یوو، چي زموږ ځواکونه اتلان، مېړني، سرښندونکي او ویاړلي دي، اما هغه خلک، چي د دوی په راس کي دي او بې کفایتي، خیانت، غفلت او کم کاري کوي د امنیتي ستونزو سبب سوي دي. دې ته په پام سره موږ د امنیتي بنسټونو په رهبرۍ کي د هغو خلکو ګوښه کېدل، محاکمه او مجازات غواړو چي یا له دښمن سره خواخوږي لري، یا نا اهله او په فساد او اړیکو مقرر سوي او یا نوري داسي ناکردې یې کړي، چي د قانون د احکامو او د ملت د ګټو خلاف دي .

عبدالله همدرد، لیکوال

امنيتي ادارې مو د بريدونو په مخنيوي کي ځکه پاتي راغلي، چي په اکثره امنيتي ادارو کي مسلکي کسان ډېر کم دي، نو ځکه تل تلفات زموږ ځواکونو ته اوړي. يو ولايت ته داخلېدونکي خلک او مواد په سمه توګه نه پلټل کېږي، ځکه دښمن په ډېري اسانۍ هغه ځای ته ځان رسوي، چي دوی هدف ګرځولی وي او تر هر بريد وروسته په پېښه کي غفلت کوونکي مسؤلين نه مجازات کېږي، ځکه دا پېښي پرله پسې تکرارېږي.

عبدالله همدرد، لیکوال

عبدالله همدرد، لیکوال

امنيتي ادارې مو د دې پر ځای چي ملي مسايلو ته اوليت ورکړي، په قومي او سمتي مسايلو بوخت دي، چي دښمن هم د دې موقع څخه په ګټي اخيستني تروريستي اعمال ترسره کوي. امنيتي ادارې مو خپله کمزوري، د رسنيو له لاري په خپله خوله دښمن ته وايي، چي موږ په فلاني ځای کي وسله او مهمات نه لرو، نو هماغه ده چي دښمن هم په هماغه ځای بريد کوي، چي په پايله کي د تلفاتو قرباني افغان ځواکونه وي. د امنیتي پېښو د کمښت او مخنیوي لپاره جدي اړتیا لرو، چي زموږ په ټولو امنیتي بنسټونو کي اساسي بدلونونه او اصلاحات رامنځ ته سي، ځکه تر هغې چي دا بنسټونه پیاوړي سوي نه وي، ګرانه به وي چي امنیتي پېښي کابو او ستونزي راکمي او له منځه لاړي سي. غوره به وي، چي ولسمشر په دې برخه کي خپلي وروستۍ ژمني په عاجل ډول تطبیق او عملي کړي .

خان محمد حضرتي، د ځوانانو فعال

رښتيا چي له ډېره وخته زموږ په هيواد کي خونړي بريدونه کېږي او امنيتي ځواکونه يې په کشفولو کي پاتي راځي، ډېر کم بريدونه به داسي وي، چي هدف ته له رسېدو مخ کي شنډ سي. زما په اند، يو لامل يې دا دی چي خپله حکومت د مشرتابه په کچه اختلافات لري او دا اختلافات د دې لامل سوي دي، چي پر لوړو مهمو امنيتي چوکيو باندي بېسواده او بې تجربې کسان په دنده وګمارل سي، چي د دوی د ناسمي رهبرۍ له امله دا ډول بريدونه رامنځ ته کېږي او مخ کي له دې چي شنډ سي، هدف ته رسېږي.

خان محمد حضرتي، د ځوانانو فعال

خان محمد حضرتي، د ځوانانو فعال

دويم لامل يې زما په اند دا دی، چي د امنيتي او کشفي ارګانونه کمزوري دي، دوی تر اوسه دا توان پيدا نه کړ، چي دغه ډول خونړي بريدونه شنډ کړي يا يې کشف کړي، که څه هم کله کله په ځينو برخو کي دوی بريالي وي، خو چي دا به د وړتيا او مسلک په اساس وي، که به تصادفاً رامنځ ته کېږي، خو که په ټوله کي يوه پوره همغږي رامنځ ته نه سي، نو د دا ډول بريدونو او د پرديو استخبارتي کړيو د لاسونو لنډول به ګران سي.

صفت الله زاهدي، خبريال او شناند

لکه څرنګه چي له تېرو څو کلونو راهیسي همدا بریدونه په مرکز کابل او نورو ولایاتو کي روان دي. زما په نظر، د دې بریدونو د مخنیوي لپاره کلک او قوي استخباراتي سیستمونه باید جوړ سي. د دې سره تر څنګ زموږ ګاونډي هیوادونه چي هغوی کله دلته حملې پلانوي او یا زموږ استخبارات وایي، چي دا حملې هلته پلان سوي، نو دوى باید په هر ډول چي وي، د هغو مخنیوى وکړي.

صفت الله زاهدي، خبريال او شناند

صفت الله زاهدي، خبريال او شناند

مهمه خبره دا ده، چي خپله زموږ په هیواد کي دننه د فساد ختمېدل، د زورواکو کمزوري کمول او د قانون پلي کېدو په رڼا کي د دې بریدونو مخه نیول کېداى سي. خو مهمه دا ده، چي ولسونه باید همکاري وکړي، که چېري ولسونه له دولت سره همکار ونه اوسي، نو دولت په یوازي سر هیڅکله نه سي توانېدلاى چي د دې بریدونو مخه دي ونیسي.

زموږ افغانانو لپاره په کار ده، چي د پردیو جاسوسانو مخه ونیسو، دولت ته یې وښیو او د هغوى د نیست او نابودۍ لپاره په هر ډول چي وي، باید کار وسي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .