امنيه قوماندان: د برګمټال جګړه کې تر ۷۰ ډېرو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

۲۲ سنبله , ۱۳۹۶ ,ساعت ۷:۰۸ ق.ظ -
  د نورستان ولايت چارواکي وايي، پر برګمټال ولسوالۍ د وسله والو طالبانو ډله ييز بريد يې له ماتې سره مخ کړی او د جګړې پر مهال يې تر ۷۰ ډېرو وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده. دوی دغه راز زیاتوي چې په ياده نښته کې څلورو ملکي وګړو او ۱۲ امنيتي سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. د چارواکو په وينا، تر ۳۰۰ زياتو وسله والو پرون د نورستان پر برګمټال ولسوالۍ ډله ييز بريد وکړ او له امنيتي ځواکونو سره په جګړه بوخت شول. د نورستان د والي وياند سعيد مومند په پرونۍ جګړه کې ۳۳ وسله وال وژل شوي او ۳۵ نور ټپيان دي.  
  دی وايي، د وسله والو د مرميو له امله په سيمه کې يو ماشوم وژل شوی او درې نور ملکي وګړي ټپيان شوي او دغه راز دوه جوماتونه او ۸ کورونه هم تخريب شوي دي.  
  هغه وويل، جګړه اوس پای ته رسېدلې او امنيتي ځواکونه د وسله والو د بيا ځلي احتمالي حملې لپاره هم پوره چمتووالی لري. په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مسوولين وايي چې جګړه د يو قوماندان په ګډون د ۴۴ وسله والو پر مرګ ژوبلې پای ته رسېدلې. د يادې قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن شېرين اقا فقيري پژواک ته وويل چې جګړه يې د هوايي او ځمکنيو بريدونو پر مهال د يو قوماندان په ګډون ۳۵ وسله وال وژلي او ۹ نور يې ټپيان شوي چې د ځينو وژل شوو جسدونه لا هم د جګړې په ډګر کې پراته دي.
امنيه قوماندان: د برګمټال جګړه کې تر ۷۰ ډېرو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

امنيه قوماندان: د برګمټال جګړه کې تر ۷۰ ډېرو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

په همدې حال کې د نورستان امنيه قوماندان مل پاسوال غلام محي الدين سروري پژواک ته وويل چې د جګړې پر مهال ۴۰ وسله وال وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان دي. د هغه په وينا، د جګړې پر مهال يوازې دوه سرتېري ټپيان شوي او نورو دولتي سرتېرو ته زيان نه دی اوښتی. خو د برګمټال سرپرست ولسوال شاه ولي وايي چې جګړه کې يو ماشوم وژل شوی او درې ټيپان دي او دغه راز درې د ملي اردو او يو ملي پوليس سرتېري وژل شوي، درې د ملي اردو او پنځه پوليس سرتېري ټپيان شوي دي. وسله والو طالبانو بيا ادعا کړې چې د برګمټال په جګړه کې يې شل دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې او ۷ پوستې يې نيولې دي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .