امنیتي ځواکونو درې ځآنمرګي بریدګر موخې ته تر رسیدو وړاندې ووژل او د دوی له لورې برابر شوی موټر بم یې له زیان پرته خنثی کړ.

۲۱ جوزا , ۱۳۹۷ ,ساعت ۳:۰۴ ب.ظ -

نګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار دویمې ناحیې اړوند د پوهنې ریاست او طب پوهنځي ادارې څېرمه درې داعش بریدګرو د کرولا ډوله موټر بم په وسیله د تروریستي برید پلان درلود،چې د بیدارو امنیتي ځواکونو له لورې موخې ته تر رسیدو وړاندې ووژل شول ، موټر بم یې له زیان پرته خنثی او درنې او سپکې وسلې یې د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلې .

FB_IMG_1528712975513

لومړي بریدګر د پوهنې ریاست څېرمه په ځآن پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړې وه،دویم یې د طب پوهنځي څېرمه د امنیتي ځواکونو له لورې تر ټپي کېدو وروسته ځآنمرګی برید ترسره کړی او دریم یې د امنیتي ځواکونو له لورې په ډزو سره وژل شوی دی . د دوی له لورې کرولا ډوله موټر بم چې د پوهنې ریاست او طب پوهنځي ترمنځ درول شوی وو،د امنیتي ځواکونو له لورې له زیان پرته خنثی کړای شو او همدا راز یو شمیر درنې او سپکې وسلې،ګرنیټونه او نور مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي . ننګرهار والي حیات الله حیات په علمي او پوهنیزو ادارو د بریدونو ترسره کول، د وحشیانو عمل بللی او د خپلو اتلو او بیدارو منسوبینو څخه یې مننه کړې،چې په جلال اباد ښار کې د ځآنمرګو بریدګرو له لورې د خونړۍ پېښې د ترسره کولو مخنیوی د دوی په وژلو سره پای ته ورسو. نوموړي په یاده پېښه کې ۱۵ سطحي ټپیانو ته هم د بېړنۍ روغتیا هیله کړې او خوښي ښکاره کړې،چې بریدګر ادارو ته تر د ننه کېدو وړاندې په عمومي سړک وژل شوي .

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .