انجلۍ په میاشت کښې څلویښت کتابونه لولی .

۲۱ عقرب , ۱۳۹۶ ,ساعت ۹:۲۵ ق.ظ -

۳

هسې خو مطالعه او دکتابونو لوستل دمعلوماتو دزیاتیدا سبب کیږی خو دوخت په تیریدا سره دکتابونو دلوستلوعادت کمیږی خو په انګلستان کښې یوه(۱)  داسې نهه(۹) کلنه انجلۍ شته چې د کم عمرله لرلو سره سره اوس هم په هره میاشت کښې کابو څلویښت(۴۰) کتابونه مطالعه کوی .

دانګلستان دغه انجلۍ چې سیرافینا (SERAFINA) نومی د ښوونځی د نصاب په او دکیسو د کتابونو په لوستلوسربیره د  ستر انګریز شاعر ویلیم شیکسپیر او دچارلوټی برونټی کتابونه هم لولی .

دبریطانیه ددغه انجلۍ دکتاب د لوستلو سرعت دومره زیات دی چې هغه په یوازې دولسو(۱۲) دقیقو کښې دکتاب شپږنوی(۹۶) پاڼې مطالعه کولای شی.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .