انسان او شخصیت وژنه

۹ حمل , ۱۳۹۷ ,ساعت ۵:۳۱ ب.ظ -

لیکنه: سیداصغر هاشمي

a-book-a-week-image

ځینې انسانان د نورو انسانانو شخصیت وژنه کوي. دا یو ډول رواني رنځ دی، چې د سادیزم په نوم یادیږي. سادیستان د خپل بدن داخلي جوړښت کې یو ډول ژنونه لري. د دې ژنونو درلودونکي د کمترۍ احساس کوي او د ژوند په هره برخه کې د ځان نه لوړ سړی لیدلای نشي، دوی د بل انسان په زَور خوشحالېږي، د نورو په درد کې خپله بې دردي ګوري، د بل مال او دولت ته خفه کېږي، که د یو انسان د پوهې درجه له ده لوړه وي، په ده اور بلېږي او د انتقام اخیستلو روحیه ورسره پيدا کېږي.

شخصیت وژنه ارادي عمل دی، دا کړنه په قصدي ډول سرته رسوي، خو کله کله دا عمل د نورو خلکو لخوا پلانېږي او سرته رسېږي. په نړۍ کې دوه ډوله جګړې موجودې دي، یوه یې فزیکي جګړه ده چې په مخامخ ډول سرته رسېږي. اوسني وخت کې د دې جګړې پایلې ډېر وخت کامیابه نه وې او دویمه رواني جګړه ده، په دې مقابله او مجادله کې جګړه مار د خاصو تکتیکونو کار اخلي او په مستقیم او غیر مستقیم ډول د هدف شوي انسان مغز تر خپل کنترول لاندې راوړي او کوښښ کوي، چې د ده په فکر فشارونه راوړي، چې خپلو اهدافو ته ورسېږي. رواني جګړه مشهور تکتیکونه لري، چې یو تکتیک یې د عادي انسانه لوی انسان جوړول دي او بل تکتیک یې د یو لوی انسان نوم له خاورو سره برابرول دي.

انساني ډېرې نیمګړتیاوې په انسانانو کې دي، چې د دې رواني تکلیف سبب له ارثي او محیطي لاملونو سره اړیکې لري. کله کله دا تکلیف ارثناً له کورنیو اولادونو ته پاتې کېږي، خو محیطي تاثیرات هم د دې سبب کېدای شي، چې د یو انسان شخصیت وژنه منځ ته راځي. شخصیت وژنه مثبته او منفي خوا لري. که چېرې عدالت نه وي او حق حقدار ته ور نه کړل شي، وزیران، ریسان او د پارلمان وکیلان په معیاري ډول ونه ټاکل شي او په ملک کې ځوان فکرمند پوهان موجود وي، خو مالدار نه وي، د ریسانو بچیان نه وي، د کوم ګوند سره تړاو ونه لري او چاپلوسي ونه کړي، نو ډېر وخت دوی ته حق نه ورکول کېږي، نو دوی مجبور شي، چې د خپل حق د لاس ته راړولو لپاره په شخصیت وژنې پیل کوي، چې دې ته مثبته شخصیت وژنه ویلای شو، خو که یو کس په ناحقه دا عمل سرته رسوي، نو دی بیا منفي شخصیت وژنه کوي.

که په یوې ټولنې کې مثبته او یا منفي شخصیت وژنه وي بیا هم دا عمل د انسان په واسطه سرته رسېږي او ګرم بیا هم انسان دی.

که په ټولنې کې عدالت پلی شي، نو ولې به د خپل حق د غوښتلو لپاره ځینې کسان دا عمل سرته رسوي. عدالت هم د انسان په واسطه نه پلی کېږي، دلته هم انسان ملامته دی، خو که چېرې په بې معنا ډول د کوم کس شخصیت ته زیان رسوو، نو دا هم انساني ستونزه ده. هغه څوک چې په دې عمل روږدی وي، د نورو پرمختګ لیدلای نه شي، دا ناپوهه د بل پوهې ته خفه کېږي، که دا پوهه نه لري او د چا چې شخصیت ته زیان رسوي، پوه او عالم انسان وي، ستونزه خو په پوه کې نه ده، بلکې ناپوه ملامته دی چې پوهه نه لري.

انسانان په بېلا بېلو  دنننو او بهرنيو ساختمانونو پیدا شوي دي، په نړۍ کې په یو شان داخلي او خارجي جوړښت انسانان پیدا کولای نه شو، یو به ښکلا لري، خو بل به قوت. د چا به قد لوړ وي او د چا ټیټ. څوک به لس اولادونه لري او بل به د اولاد  تداوي پسې په ملکونو ګرځي. د چا د ذکاوت درجه به لوړه وي او د ځینو به ټیټه، نو دا چې انساني توپيرونه په نړۍ کې حتمي دي، نو بیا ولې هغه څه چې موږ یې نه لرو ارمان یې کوو او کله کله په غیر انسان عمل «شخصیت وژنه» روږدي کېږو.

که ته ځينې شیان نه لرې او په مقابل کې یې بل لري، امکان لري چې ځینې شیان به ته لرې، خو بل به یې نه لري.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .