انيسه عمراني: سږ کال ننګرهار کې د ښځو د تاوتريخوالي اته پېښې ثبت شوي

۱۶ قوس , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱:۴۵ ب.ظ -

 ننګرهار د ښځو چارو رياست مشره انيسه عمراني وايي، روان کال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالې یوسلو اته قضیې ثبت شوي،چې نږدې سل یې د جرګو او خبرو اترو له لارې حل شوي دي .

هغه وايي، روان کال له پیل څخه تر دې مهال دوی ته د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالې یوسلو اته قضیې ورغلي،چې یواځې ۱۱ یې څارنوالۍ ته استولي او پاتې نور یې د جرګو او خبرو اترو له لارې حل کړي دي .

نوموړې دا څرګندونې د استیناف محکمې رئیس قضاوتیار عبدالولي قاضي زاده سره د ښځینه قضیو د چټکوالې، همغږۍ او کارونو د ښه والې په موخه د ځانګړې ناستې په ترڅ کې وکړې .

13413534_662869113861648_8923650162107733168_n-310x165

د دې ناستې پر مهال د ننګرهار استيناف محکمې رئيس قضاوتيارعبدالولي قاضي زاده د ښځو د امن د کور يو شمېر مېرمنو ستونزې په مستقيم ډول واوريدې او د حل په برخه کې يې اړونده قضاتو ته لازمه سپارښتنه وکړه.

د ښځو چارو رئيسې انيسې عمران وويل، د شپږ نوي کال له پيل څخه تر دې مهاله ورته يو سلو اته قضيې ورغلي ، چې ددې جملې يې يوازې يولس قضيې څارنوالۍ ته استولي او پاتې نورې يې دجرګو او خبرو له لارې حل فصل شوي دي .

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .