اوازونه او غږونه

۲۲ دلو , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۱:۱۲ ق.ظ -

لیکوال : مريم صديقي

اوازونه هغه پرلپسې سره نښتې یا بیلې څپې دي چې د یوه انسان له خوله او یل هم د اجسامو له ټکر څخه منځ ته راځی چې مونږ او تاسې یې د اوازونو په نامه بیژنو او بیل کله چې دغه اوازونه مانیز ارزښت پیدا کړیي د فونیم په نامه یې بیلیږی.

غږونه: د غږ پوهنې یا فونولوژي له مخې تر تولو کوچنی غږیز توکی یا عنصر ته ویل  کیږي ،چې خپله کومه مانا ونه لري خو له ترکیب او یوځای کیدو څخه یې مانا لوړنکي کلمې جوړیږي.

او د فونڼکس له نظره هر هغه اواز چې د انسان د غږیزو غړو په واسطه تولید ادا کیږي هغه ته غږ وایي.

ارباز خان ساپی په خپله لیکنه کي وایي چې اوازونه هغه د اوریدو وړ توکي دي چې زمونږ خبرې ترې جوړیږي مګر اوازونه په دوه برخو ویشو چې یو یی اوازونه پاتې کیږي او بل یې په غږ بدلیږي.www.taand.comا

د عږ پوهنې په تاریخ کې د بو علي سینا بلخي د (مخارج الحروف) رساله د یادولو وړ ده چې په پښتو کې علامه رشاد زباړلې  په دې کتاب کې داسې خبرې شته چې اوس په یویشتمه پیړی کې هم له ژبپوهانو سره مرسته کوي

فونولوژيد ګرامر د مقدمې په توکه هغه برخه ده چې یوازې ارزښتناک غږونه تر څیړنې لاندې نیسي او له بلې خوا همدغه انساني غږونه چې د یوې ژبې جوړوونکي عناصر تشکیلوي ، فونیم ( اوازي واحد۹ بلل کیږي.که ځه هم دغه غږیز واحد په یوازې تو:ه بې مانا دی خو د کلمې په منځ کې خپل مانیز نقش افاده کوي

پښتو ژبه کې ۳۶ اوازونه دي چې پ لاندې ډول دي:

5

۱-خپلواک غزونه

۲-بیواک غږونه

۳-نیمواک غږونه

چې په دې کې ۷ واوله ۲ سیمواوله او باقۍ ۲۷ غږونه بیواکه دي چې اته پکې د پښتو خاص توري هم شته.

رشتین صایب به خپل کتاب(ژب ښودنه ) کې لیکي چې کومکي غږونه په پښتو کې پهدوه ډوله دي :

۱—خوځندي (حرکتونه)

۲-توري

چې مونږ ټول اصلي توري د دغو غږونو په واسطه وایو چې دا خوځنده توري دا دي:

۱-زور

۲-زورکی

۳-زیر

چې په ټوله کې زما په نظر اوازونه او غږونه له یو بل څخه نه شلیدونکي اړیکې لري او د ژبپوهنې لپاره بنسټ جوړوي او په ورځني چارو کې د خبرواترو لپاره ورنه :ټه اخلو.

لیکونکې : مریم ( صدیقي)

اخځونه:

وحدت،سمیع.۱۳۹۶.تشریحي ژبپوهنه.کابل،د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پونځی لکچر نوټ

حویشکی ،صابر .۱۳۹۴.فونولوژي مورفولوژي:کابل.ختیځ خپرندویه ټولنه

رشتین،صدیق الله .۱۳۴۲.ژب ښودنه.کابل:مومند خپرندویه ټولنه

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .