اوبه په پلاستيکي لوښو کې لمر ته مه ږدئ

۱۷ جوزا , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۱:۱۸ ق.ظ -

که په موټر کې له ځان سره په بوتلونو کې اوبه لری، مه یې څښئ؛ ځکه چې روغتیا ته زیان لري.

په دغو بوتلونو کې اوبه د ګرمۍ له کبله ګرمېږي او د انسان روغتیا ته جدي زیان اړولی شي. په دغه حالت کې د اوبو د حرارت درجه تر ۷۰ سانتي ګراد پورې لوړېږي او د یاد بوتل پلاستیکي مواد چې په ترکیب کې کیمیاوي مواد لري، د ګرمۍ له امله له اوبو سره ګډېږي او اوبه زهري کوي چې بیا وروسته انسان ته د څښلو پر مهال زیان اړوي.

985852_318

که چېرې له موټرڅخه بهر د حرارت درجه له ۴۰ تر ۴۵ پورې وي، نو د موټر په داخل کې به د حرارت درجه له ۶۰ تر ۷۵ پورې وي. د دې لپاره چې بوتلونه خراب نه شي، د هغو د جوړولو لپاره یو ډول مواد چې (Polyethylene terephthalate) نومېږي، استعمالېږي او دغه مواد (بي پي او ای) د ګرمۍ له کبله له اوبو سره ګډېږي. کله چې په اوبو کې حل او بیا وڅښل شي د انسان صحت ته زیان اړوي. دغه راز یو ځل کارېدونکي لوښي چې د پلاستیک او کاغذ ګډ ترکیب دی، نن سبا یې په ټولنه کې کارونه زیاته شوې ده. ډاکټران وایي چې په دې لوښو کې هم باید ډېر ګرم خواړه وا نه چول شي.

ژباړه: حمیدالله حمیدي

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .