اوسپنه او فولیک اسیډ

۲۳ جدی , ۱۳۹۷ ,ساعت ۴:۱۷ ب.ظ -

اوسپنه

اوسپنه یا (Fe) یو ضروري مينرال دی چي د انسان د وجود بالخصوص د ویني جوړېدو له پاره ډېر ضروري عنصر دی. اوسپنه په شنو پاڼو لرونکو سبزیجاتو، مېوه جاتو، غوښو، ینه او شیدو کي موجود دی. کله چي اوسپنه په وجود کي کمه سي، د ویني لږوالی یا کمخوني رامنځ ته کېږي، چي د هغه په نتیجه کي د پوست رنګ خاسف (سپېره) سي، د زړه ضربان اضافه کېږي، د سر او بدن دردونه رامنځ ته کېږي. د دې شکل سره ډېر وخت مېندي (امېندواري او شيدې ورکوونکي) او هم ماشومان او د طویل المدته ناروغیو اخته ناروغان لاس او ګرېوان وي.

فولیک اسیډ یا ویټامین B-9

فولیک اسیډ هم د ضروري ویټامینونو د جملې څخه دی چي د کمخوني د مخنیوي له پاره ضروري ویټامین دی. همدا ډول یاد ویټامین د امېندوارۍ په وخت کي د مېندو په رحم کي د ماشومانو د ولادي مشکلاتو څخه مخه نیسي. فولیک اسیډ په غله جاتو، مېوه جاتو او سبزیجاتو کي پیدا کېږي.

د اوسپني او فولیک اسیډ په اړه کلیدي پیغامونه:

-د اوسپني او فولیک اسیډ د کمبود د مخنیوي په خاطر دي له ګټورو خوړو څخه استفاده وسي، بالخصوص د امېندوارۍ په مرحله کي.

-په ځینو ځانګړو حالاتو کي د کلنیکونو څخه هم د ګولیو په شکل ورکول کېږي.

۲۳ ځله کتل شوی
دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed