اوس بيا ليونۍ کيږم /سپوږمۍ

۱۴ عقرب , ۱۳۹۶ ,ساعت ۹:۴۶ ق.ظ -

۷

دا ژوند مې ستړى ستړى دې لاليه راغورځيږم ـــ اوس بيا ليونۍ کيږم وطن باندى ژوندۍ يمه وطن باندې مړه کيږم ـــ اوس بيا ليونۍ کيږم

راټول به کړم ولسونه ــــ د ښار اوغره قومونه په غره کې به دمه کوم په ښار به راتاويږم ـ اوس بيا ليونۍ کيږم

پښـــــتونه بيـــــداريږه ـــ له خوبه راجـــګیږه ملاله ميوندۍ يمه راځى چې ټپه کيږم ــ اوس بيا ليونۍ کيږم

داستا دمينې کور يم ــ ما مه پلوره ستا مور يم زخمونه مې ټکور کړه ستا سينې ته درجوختيږم ــ اوس بيا ليونۍ کيږم

دســــولې ليــــونۍ يــــــــم ـ رڼا رڼا سپوږمۍ يم وطن ته سوله غواړم که ترې زر ځل قربانيږم ـ اوس بيا ليونۍ کيږم

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .