ايران کې افغان سفير: ګاونډي هېوادونه دې له ترهګرو ډلو سره توپیریز چلند و نه کړي

۲۳ جدی , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱:۳۹ ب.ظ -

په ايران کې افغان سفير وايي چې ګاونډي او سيمه ييز هېوادونه بايد په افغانستان کې له ترهګرو ډلو سره په چلند کې توپير ونه کړي؛ ځکه چې ترهګر ښه او بد نه لري.

دا موضوع نصيراحمد نور په تهران کې له ايراني رسنيو سره مطرح کړې ده.

هغه څرګنده کړې چې د افغانستان امنيت او پراختيا نه يوازې چې د دغه هېواد، بلکې د اړوندو، ګاونډيو او سيمه ييزو هېوادونو لپاره هم مهم دي.

هغه له ترهګرۍ سره د مبارزې په چاره کې د سيمې پر ځينو هېوادونو د نيوکې تر څنګ وايي چې ترهګري ښه او بد نه لري، دا هېوادونه بايد د دې ډلو د ګډ خطر په درک سره له افغان دولت سره د تعامل له لارې د ترهګرو ډلو پر وړاندې مبارزه کې ونډه واخلي.

نور وويل چې هېوادونو دا درک کړې ده، هغه ډلې چې په افغانستان کې هره ورځ چاودنې او ځانمرګي بريدونه او وژنې ترسره کوي، تر دغه هېواد پورې محدودې نه دي، بلکې له افغانستان نه بهر او زموږ د ګاونډيانو پر وړاندې فعاليت يې هم موخه ده؛ ځکه خو دا ګډ خطر دى، عملاً دې له افغان دولت سره د تعامل له لارې له دغو ډلو سره مبارزه کې ونډه واخلي.

دغه ډيپلومات ويلي چې له ترهګرۍ سره مبارزه کې د ګاونډيو او سيمې هېوادونو ونډه د دوى لپاره لګښت را کموي، خو څوک چې يې يوازې ننداره کوي، نو طبيعي ده چې موخې یې تر افغانستان پورې نه دي محدودې، د ګاونډيانو د ثبات او ټيکاو له منځه وړل يې هم يوه موخه ده.

هغه وويل چې افغانستان د نورو په نيابت له ترهګرۍ سره مبارزه کوي، هره ورځ مالي او ځاني زيانونه ګوري، د سيمې هېوادونه د ترهګرۍ له خطرونو خبر دي، پوهېږي چې تر ټولو غوره او اسانه لار يې د افغان دولتي او امنيتي ځواکونو ملاتړ دی.

نور په هېواد کې د ترهګرو ډلو، په ځانګړي ډول د داعش او طالبانو پر فعاليت ټينګار وکړ او ويې ويل: ((افغانستان کې ترهګرې ډلې د موخو او مفکورو له اړخه هېڅ توپير نه لري، دلته د ترهګرو شاوخوا ٢٠ ډلې فعالې دي چې ټولې يې بهرنۍ سرچينې لري، توپير يې يوازې د وحشت تر اندازې پورې محدود دى.))

هغه د عراق او سوريې ډلې له دغه بحثه جلا وبللې او ټينګار يې وکړ چې د طالب په نوم پخوانۍ ډلې نن ځان ته داعش نوم ورکوي، پر دې اساس د دې ډلو اکثره غړي پخواني طالبان دي او يوازې بيرغ يې بدل کړى.

دغه لوړپوړي افغان ډيپلومات څرګنده کړه چې د دې ډلو د فعاليت اصلي لامل بهرنى دى، څو چې کمزورى نه شي، په بېلابېلو نومونو به يې فعاليت روان وي، د افغانستان ملګري او هر بل هېواد چې غواړي په دې مبارزه کې ونډه واخلي، بايد دغه کار د دولتي اړيکو په اډانه کې تنظيم کړي.

ایران کې افغان سفیر

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .