اپل کمپنۍ درې ځیرک موبایلونه او ځیرک ساعت معرفي کړل

۲۳ سنبله , ۱۳۹۶ ,ساعت ۹:۳۱ ق.ظ -

4

تېره ورځ اپل کمپنۍ یوې رسمي غونډې په ترڅ کې چې د دغه کمپنۍ نوې ښکلې ودانۍ کې په لار اچول شوې وه خپل نوي ځیرک موبایلونه او ځیرک ساعت کاروونکو ته معرفي کړل.

اپل کمپنۍ دغې غونډې کې ایفون۸، ایفون۸ پلس او ایفون۱۰ معرفي کړل چې ډېر ژر به نړیوالو بازارونو ته وړاندې شي.

خو د اپل کمپنۍ دغه ځیرک موبایلونه خپل یو شمېر کاروونکي نهیلي کړي. د کاروونکو په وینا د دغو ځیرکو موبایلونو ډیزاین او زیات شمېر ځانگړنې ایفون۷ او ایفون۷ پلس ته ورته دي.

د ایفون۸ او ایفون۸ پلس د ډیزاین په برخه کې اپل کمپنۍ دا ځل د وایرلېس چارجنگ ځانگړنې اضافه کولو په خاطر  د دغو ځیرکو موبایلونو شاتنۍ برخه کې ښېښه کارولې.

د ډیزاین له نظره دغه ځیرک موبایلونه د تېر کال له ایفون سره هیڅ ډول توپیر نه لري خو اپل کمپنۍ ادعا کوي چې د سافټ وېیر په برخه کې دغه ځیرک موبایلونه د تېر کال موبایلونو سره ډېر توپیر لري.

اپل کمپنۍ تر ټولو غوره او پیاوړی ځیرک موبایل چې کاروونکي له اوږدې مودې څخه يي انتظار کوي ایفون۱۰ دی.

دغه ځیرک موبایل شاتنۍ برخې کې غبرگې کامرې لېنز په عمودي ډول ځای پر ځای شوی او څنډې نه لرونکې مخ‌پاڼه لري.

له دې سربېره اپل کمپنۍ دغې غونډې کې خپل نوی ځیرک ساعت چې نړیوال شهرت لري او کاروونکي يي ډېر خوښوي هم معرفي کړ.

دغه ځیرک ساعت به هم دوو مختلفو بڼو کې نړیوالو بازارونو ته وړاندې شي.

د اپل کمپنۍ وروستیو ځیرکو موبایلونو او ځیرک ساعت بشپړو ځانگړنو او ډیزاین په اړه معلوماتو لپاره نړۍ نیوز وڅارئ.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .