ایا د پښو تلي مو سوځيږي او ورسره دوامداره سردرد لرئ؟

۲۱ دلو , ۱۳۹۷ ,ساعت ۵:۲۸ ب.ظ -

د نس بادونه دوامداره قبضیت او ورسره وخت ناوخته اسهال کیږئ؟ ایا بدن مو ګرمیږي او ورسره د ه‌‌‌‌‌‌ډوکو دردونه لرئ؟ د خیټې او معدې شدید دردونه لرئ؟ دمحرقې د مکروب نښې د محرقې زیانونه تشخیص درملنه اوپرهیز

لیکوال ډاکټرنویدخپلواک د محرقې مکروب چې د salmonella typhi په نامه هم یادیږي یو ‌‌‌‌‌‌ډول بکټریاوي ناروغي ده چې د ناپاکو اوبو او ناپاکو خوړو له لارې ځان د انسان هاضمي سیسټم ته رسوي،دغه مکروبپه لمړیو کې ځان د کوچنیو کولمو په داخلي دیوال کې ځای پرځای کوي او له همدې ځایه د یوې خفتې تر یوې میاشت په ترڅ کې ځان لمفاوي غدو ته رسوي او بلاخره د وینې جریان ته ننوځي او د وینې له جریانه بیا د بدن بله هره سیمه او هر ارګان ګواښلی شي.

ددغې ناروغۍ نښې نښانې ۱-د بدن ګرمیدل یا نرۍ تبه ۲-د ه‌‌‌‌‌‌ډوکو دردونه ۳-د شپې لخوا د پښو تلې سوځیږی ۴-د سر دوامداره دردونه ۵-د نس دردونه او د نس بادونه ۶-دوامداره قبضیت او ځینې وخت اسهالات ۷-د ‌‌‌‌‌‌ډکو متیازو تور رنګ ۸-د معدې دردونه او د خوړو بد هضمي ۹-کمزوري او د وزن کمیدل ۱۰-ساړه او پر بدن د لرزې راتګ ۱۱- او په ځینو ناروغانو کې د صفرا کیسه یا تریخې دردونه چې معولا د ښې اوږې په سر کې احساس کیږي.

دمحرقې زیانونه کله چېد محرقې مکروب په کولمو کې وي نو لاندې زیانونه حتماً منځ ته راوستلی شي. ۱- د کولمو زخم ۲-له کولمو د وینې بهیدل ۳- د کولمو سوري کیدل ۴-کم خوني ۵-د لمفاوي غدو التهاب د بدن دفاعي ځواک کمزوری کوي او همدغه کمزوري د دوامدارې نرۍ تبې سبب ګرځي. ۶-د ځیګر او تورې غټیدل او پړسیدل ۷-د ه‌‌‌‌‌‌ډوکو کمزوري ۸-د مغزو د پردو مکروبي کیدل یا مننجیت ۹-د غوږ،ستوني او پوزې مکروبي کیدل ۱۰-د بدن د مایعاتو کمښت ۱۱-دوامداره ټیټ فشار ۱۲-د تریخې مکروبي کیدل ۱۳-شاک او بلاخره مرګ

تشخیص د محرقې ناروغۍ د تشخیص لپاره لاندې معاینات اړین دي. Typhoid antibodies (IgM+IgG) Stool culture for typhoid Bone marrow culture for typhoid Vidal test   درملنه تر بشپړ تشخیص وروسته د نوموړي مکروب ضد درمل د لس الی پنځلس ورځو لپاره باید وکارول شي

پرهیز غوړ خواړه ترخه او ترشه خواړه خامې اوبه او ناپاکه ترکاري

کوم خواړه باید ډیر وخوړل شي د میوې جوس پاکې اوبه د وریجو سرسر د ترکارۍ سوپ

۵۶۶ ځله کتل شوی
دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed