ایراني او پاکستاني عالمانو د افغان جګړې پرضد د سعودي کنفرانس تحریم کړی و

۲۰ سرطان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۷:۰۶ ق.ظ -

د ایران او پاکستان دیني عالمانو په عربستان کې د افغان جګړې په اړه پرونی کنفرانس تحریم کړی و .

ویل شوي، چې له ۱۵ بلل شویو پاکستاني عالمانو څخه یوازې یوه تن برخه اخیستې او ایراني عالمانو په کنفرانس کې هیڅ برخه نه ده اخیستې .

ایران او پاکسنان د افغانستان د روانې جګړې ملاتړي او تمویلونکي ګڼل کیږي .

پردې سربېره ایران له سعودي سره هم ګڼې ستونزې لري .

له دې سره بیا هم د کنفرانس ګډونوالو، چې د ټولې اسلامي نړۍ د عالمانو استازیتوب یې کاوه، به افغانستان کې روانه جګړه فتنه ګڼلې ده .

ar

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .