ایران او عراق کې زلزلې د سلګونو کسانو ژوند واخیست

۲۲ عقرب , ۱۳۹۶ ,ساعت ۶:۲۱ ب.ظ -

ایران کې زورورې زلزلې د  ۳۲۸ کسانو ژوند واخیست. د وروستیو راپورونو له مخې په دغه زلزله کې له ۲۵۰۰ کسان ټپیان دي. زلزله په کرمانشاه کې چې د عراق له سلیمانیې ښار سره په پوله پرته سیمه ده نن ځايي مهال شاوخوا ۶ نیمې بجې وشوه. ایراني رسنیو دغه زلزله د ریکتر په کچه ۷.۳ درجې ښودلې ده. د ژغورنې ډله سیمې ته رسیدلې چې تر خاورو لاندې بند پاتې کسان وژغوري. دغې زلزلې د عراق په سرحدي سیمو کې څلور کسان وژلي او یو شپیته نور یې ټپیان کړي دي. روغتیايي چارواکو اندیښنه ښودلې چې مړو شمیر به تر دې هم زیات شي. زلزله

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .