ایران د هراتي زعفرانو د بازار خرابیدو هڅې پيل کړي

۲۱ جدی , ۱۳۹۶ ,ساعت ۸:۱۴ ب.ظ -

په هرات کې د زعفرانو کاروباریان وایي ایران هڅه کوي د دوی کاروبار خراب شي .

یو شمېر دغو کاروباریانو ویلي، چې تېرکال یو کیلو زعفران په ۱۱۰ زره افغانیو پلورل کیده، خو اوس د دې هڅو له کبله د یوه کیلو بیه ۵۰ زره افغانیو ته ښکته شوې ده .

د کاروباریانو په وینا ایران له یوې خوا د هرات بازار ته په ناقانونه ډول زعفران صادر کړي او له بلې خوا یې بهرنیو هېوادونو ته د افغان زعفرانو د صادریدو مخنیوی کړی .

خو د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر جیلاني حمیدي وایي چې په تېرو ۹ میاشتو کې یې نیږدې ۸ سوه کیلو زعفران یو شمېر بهرنیو هېوادونو ته صادر کړي .

za

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .