ایران: پر سوریې برید کوونکي تېروتنه کوي

۲۷ حمل , ۱۳۹۷ ,ساعت ۶:۴۴ ق.ظ -

د ایران مذهبي مشر د امریکا، فرانسې او برېټانیا مشران مجرمین وبلل. د ایران مذهبي مشر ایات الله‌ خامنه‌اي پر سوریې د لویدیځو هېوادونو  بریدونه ستر جرم ګڼي. خامنه اي وايي امریکا، فرانسه او بریټانیا به له دغو بریدونو هیڅ تر لاسه نه کړي. هغه و ویل د دغو هیوادونو مشران ستر مجرمین دي. خامنه اي وايي لویدیځ تر دې وړاندې عراق، سوریې او افغانستان ته ولاړل او ورته جرمونه یې تر سره کړل خو کومه ګټه یې تر لاسه نه کړه. ایران د جګړې له پیله د بشارالاسد د حکومت ملاتړ کوي او د لویدیځو د بریدونو پر وړاندې یې پلوي کوي.
ایران پر سوریه د برید غندنه
۹ ځله کتل شوی
دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed