ایران په افغانستان کې د خپلو دیپلوماتیکو ادارو امنیت غواړي

۲۱ حوت , ۱۳۹۶ ,ساعت ۹:۲۰ ب.ظ -

په افغانستان کې د ایران سفیر او جنرل قونسلان د خپلو دیپلوماتیکو مرکزونو د امنیت د لا تامین غوښتنه کوي .

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې ایراني سفیر بهرامي او په ولایتونو کې یې جنرل قونسلانو نن د بهرنیو چارو وزارت له اداري او د بشري سرچینو مرستیال نصیر اندیشه سره د لیدنې پرمهال دا غوښتنه کړې .

سرچینه زیاتوي، چې په لیدنه کې د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا د ټینګار ترڅنګ ایراني لوري د خپلو سیاسي نمایندګیو د امنیت ساتنې لپاره د ډېرو ځواکونو غوښتنه وکړه .

وېل کیږي، چې په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو له زیاتیدو څخه ایران ډېر اندیښمن دی، چې دیپلوماتیک مرکزونه یې تر برید لاندې رانه ولي .

q

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .