ایټالیا:پټ مخې ښځه د پارلمان غړې وټاکل شوه

۲۰ حوت , ۱۳۹۶ ,ساعت ۷:۱۶ ق.ظ -

د ایټالیې په پارلماني ټاکنو کې یوې ښځې چې له ۲۷ کلونو راهیسې یې په عام محضر کې څېره نه ده لیدل شوې، همداسې په پټ مخ ټاکنې ګټلي .

دا ښځه چې پییرا بلو نومیږي او خلکو د بې څېرې نوماندې لقب ورکړی، د ایټالیې د مافیا له وېرې یې تراوسه پټ ژوند کاوه .

نوموړې په سیسیل ښار کې د ۵۱ سلنه رایو له ګټلو سره د ایټالیې د پینځه ستوریز ګوند له لارې د پارلمان  غړې ټاکل شوې .

 مېرمن یلو په نوې ځوانۍ کې د مافیا د یوه پياوړي مشر له زوی سره واده ته مجبوره شوه، د هغې د ژوند ملګری په ۱۹۹۱ کې ووژل شو، له هغې وروسته نوموړې پټ ژوند غوره کړ . اوس یې ویلي، چې پټ ژوند پای ته رسوي او په عام محضرکې به څرګندیږي .  

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .