ای ایس آی او عمران خان نواز شریف ته سخت په غوسه دي

۲۵ ثور , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۱:۱۰ ب.ظ -

د پاکستان استخباراتي سازمان آی ایس آی د دغه هېواد نا اهله شوي مخکیني لومړي وزیر نواز شریف ته سخت قهریدلی دی .

شریف پرون په یوه مرکه کې ومنله، چې پاکستان په ۲۰۰۸ کې د هند پر ممبي شویو ترهګرو بریدونو کې لاس درلود .

هغه په دې اړه د ځواب ویلو غوښتنه کړې وه .

نن د پاکستاني استخباراتو چارواکو د یوې بېړنۍ او ځانګړې غونډې له رابللو سره د شریف خبرې غندلي او نا مسولانه یې ګڼلي .

د ممبيي په بریدونو کې تر ۱۵۰ پورې هندیان وژل شوي وو .

د پاکستان د تحریک انضاف ګوند مشر عمران خان هم نواز شریف غندلی او د ملي ګټو ضد کس یې ګڼلی دی .

na

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .