“بدرنګه” ډیشا پټاني په غوصه ده

۱۶ دلو , ۱۳۹۶ ,ساعت ۹:۵۸ ق.ظ -

۱

د هندي سینما وتلې ستورې ډيشا پټاني له دې امله په غوصه ده، چې یو ټلویزوني چینل بدرنګه بللې ده.

د بالیووډ دا ستورې په ځان مینه ده او ډیر کله خپل تحریکوونکي عکسونه په خپل ټویټر او انستګرام خپروي.

د نیوز۲۴ په نوم یو ټلویزوني چینل د ډيشا پټانې د ماشومتوب عکس خپور کړی او ورسره يې لیکلي:

“باور کوئ، چې دا ډیشا پټانې یو وخت څومره بدرنګه وه.”

ډیشا پټاني هغه وخت په اووم ټولګي کې وه. پټاني ددې عکس ته په دا ډول تبصرې غوصه شوې او په ټلویزون ته په خطاب کې لیکلي:

“تاسې (نیوز۲۴) بلکل صحي وايي. ما باید د اووم ټولګې پر مهال ښایسته میک اپ کړی وی او لوکس جامې مې اغوستې وې.

تاسې لپاره له دې کومه بله مهمه موضوع نه وه؟”

د ډیشا پټانې له عوصه کیدو وروسته، ټلویزوني چاینل له خپلې پاڼې دا پوسټ پاک کړی.

ډیشا پټاني به په نژدې راتلونکي کې د خپل ملګري ټایګر شروف سره په باغي۲ کې راڅرګنده شي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .