برتانیه افغانستان ته ۴۵۰ نور سرتېري استوي

۲۰ سرطان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۸:۴۱ ب.ظ -

د برتانیې لومړۍ وزیرې تریسا مي افغانستان ته د ۴۵۰ اضافه سرتېرو د استولو اعلان کړی .

دا اعلان د بروکسل له کنفرانس څخه یوه ورځ مخکې نن وشو .

برتانیې ویلي، دا کار د امریکا په غوښتنه کوي .

د دغو سرتېرو د استولو هدف له طالبانو او داعش سره د جګړې پياوړتیا ښودل شوې .

له دې سره به د برتانیې د سرتېرو شمېر په افغانستان کې ۱۱۰۰ تنو ته ورسیږي .

سبا به بروکسل د ناټو د سرمشریزې غونډې کوربه وي، چې یوه لویه برخه بحثونه یې د افغانستان په اړه دي .

افغان ولسمشر او اجرایه ریس هم په دې کنفرانس کې برخه لري .

br

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .