برتانیه ممکن په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر زیات کړي

۲۸ ثور , ۱۳۹۷ ,ساعت ۵:۴۲ ب.ظ -

د برتانیې اړوند بي بي سي رسنۍ خبر ورکړی، چې دغه هېواد ممکن په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر زیات کړي .

ویل شوي، چې د برتانیې دفاع وزیر د ۴۰۰ نورو سرتېرو د را استولو هڅه پيل کړې ده .

برتانیه اوس په افغانستان کې ۶۰۰ سرتېري لري، چې په کابل کې مېشت دي .

د برتانیې په ګډون د نورو بهرنیو هېوادونو د سرتېرو دنده په افغانستان کې مشورتي ګڼل کیږي .

دوی تر ډېره د افغان ځواکونو مشاوریت کوي او د جدي اړتیا پرمهال به د جګړې میدان ته د دوی د مرستې په نیت داخلیږي .

br

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .