برمک:ښځینه پولیسې به د ترافیکو په توګه وګمارل شي

۲۳ دلو , ۱۳۹۶ ,ساعت ۶:۳۱ ب.ظ -

د کورنیو چارو وزارت وایي ډېری ښځینه پولیسې به د ترافیکو په توګه وګماري او هم به د ښځینه پولیسو شمېر د ۴ کلن پلان له مخې ۱۰ زرو تنو ته لوړ شي .

د دغه وزارت وزیر ویس برمک نن د ښځینه پولیسو په تړاو یوې جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال دغه راز خبرداری ورکړ، چې په دغه وزارت کې د ښځینه وو پر وړاندې د جنسي ځورونې هیڅ هڅه به بې ځوابه او بې سزا پاتې نه شي .

برمک له ښځينه پولیسو څخه وغوښتل، چې د جنسي ځورونې په اړه هر شکایت مستقیماً د وزارت له رهبرۍ سره شریک کړي .

د دغه وزارت د جندر د ریس حکمت شاهي د معلوماتو له مخې دمګړۍ د دغه وزارت په نظامي برخه کې ۳۴۰۰ تنه او په ملکي برخه کې ۳۴۰ ښځینه پر دندو بوخت دي .

br

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .