برېتانيا افغانستان ۴۴۰ نور پوځيان استوي، خو غيرجنګي به وي

۲۰ سرطان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۶:۱۲ ب.ظ -

برېتانيا هغه هېواد  چې افغانستان کې سلګونه پوځي سرتيري لري چې په جګړه بوخت دي خو تازه ويل شوي دي چې ۴۴۰ نور پوځيان دغه هېواد ته استوي چې غير جنګي به وي.

د برتانيا لومړۍ وزیرې په بروکسل کې د ناټو کنفرانس ته ژمنه ورکوي چې افغانستان ته به ۴۴۰ نور غیرجنګي ځواکونه واستوي.

له دې ژمنې سره په افغانستان کې د ناټو له ماموريت سره د برتانوي ځواکونو ټول شمېر ۱۰۹۰ ته رسېږي.

د بي بي سي د راپور په حواله، د دغو ځواکونو نيمايي به په اګست کې له وېلش ګارډز څخه افغانستان ته واستول شي او پاتې به د ۲۰۱۹ کال په فبرورۍ کې واستول شي.

101636393_0a96d9c7-7238-4a55-bde1-daf4a487d6b7

د برتانيا لومړۍ وزیرې تېرېزا مې ويلي چې دوی به “د افغانانو د اړتيا وړ ټیکاو او سولې راتګ ” سره مرسته وکړي.

د جګړې په اوج کې ناټو تړون په افغانستان کې له ۵۰ هېوادونو څخه ۱۳۰۰۰۰ پوځيان لرل. یوازې په هلمند کې د برتانيا د ځواکونو شمېر ۹۵۰۰ کسانو او ۱۳۷ اډو ته رسېده.

اوس په افغانستان کې له ۳۹ هېوادونو څخه د ناټو د ټولو سرتېرو شمېر ۱۶۰۰۰ ته رسېږي چې تر ډېره په کابل کې مېشت دي او تر ډېره د اردو او پوليسو په روزنه بوخت دي.

د برتانيا دفاع وزیر ګېفين وېلیمسن چې له لومړۍ وزیرې يې افغانستان ته د نورو ځواکونو د استولو غوښتنه کړې ویلي چې “کله چې غوښتنه کېږي برتانيا له لومړيو هغو هېوادونو ده چې رامخ ته کېږي او د نړۍ په هره برخه کې چې وي د خپلو همکارانو ملاتړ ته وردانګي”.

ناټو له برتانيا څخه نږدې کال وړاندې افغانستان ته د نورو ځواکونو د استولو غوښتنه وکړه. د تېر کال په سپټمبر کې امريکا متحدو ایالتونو هم د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره د ۳۰۰۰ اضافي پوځيانو د استولو ژمنه وکړه.

د بروکسل له ناستې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ناټو کې په خپلو همکارانو نيوکه کړې وه چې په دفاع يې کافي اندازه پيسې نه دي لګولې.

ښاغلي ټرمپ په یوه ټويټ کې ليکلي چې “امریکا د بل هر هېواد پر تله څو ځله ډېر لګښت کوي تر څو دوی خوندي کړي”.

افغانستان ته د نورو ۴۴۰ سرتېرو استول به له برېتانيا په افغانستان کې د ناټو د روزنې، مشورې او ملاتړ د ماموريت درېیم ستر ملاتړی هېواد جوړ کړي.

د برتانيا پخواني ځواکونه په ۲۰۱۴ کال کې له ۲۰۰۱ کال راهیسې له پرله پسې جنګي ماموريت څخه وورسته ووتل.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .