برېتانيا د ځان وژنې د مخنيوي وزيره ټاکلې

۱۹ میزان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱:۴۰ ب.ظ -

په داسې حال کې چې د برتانیا حکومت د رواني روغتیا د نړیوالې غونډې کوربتوب کوي، ددغه هېواد لومړۍ وزیرې د “ځان وژنې د مخنیوي” وزیره ټاکلې ده.

د بي بي سي د راپور په حواله، تېرېزا مې وویل: “دغه نوي مقام ته د روغتیا وزیرې جکي ډویل پرایس غوره کول د ځان وژنې داغ او ننګ ته د پای ټکي اېښودو کې همکاري کولی شي.”

په داسې حال کې چې برتانیا کې د ځان وژنې کچه ټیټه شوې ده، خو هر کال شاوخوا ۴۵۰۰ کسان په دې هېواد کې د ځان وژنې له کبله مري.

_100982208_042517a7-853f-4ed1-8305-6dfa1b48d2ef

دا ګومارنه داسې مهال شوې، چې لندن کې د نړۍ له څه باندې ۵۰ هېوادونو وزیران او جګپوړي چارواکي د رواني سلامتیا یوه غونډه کې ګډون کوي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .