برېښنا شرکت د ګازي برق د يوې پروژې تړون لاسليک کړ

۱۲ حمل , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱:۰۱ ب.ظ -

د افغانستان له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه رسنيو ته په يوې استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، د افغانستان برېښنا شرکت د ګازي برېښنا د يوې پروژې تړون لاسليک کړ.

خبرپاڼه کې راغلي، د دې پروژې مرکز به د جوزجان په يتيم طاق ولسوالۍ کې وي او ۴۰ ميګاواټه برق به توليد کړي.

ويل شوي دي له يادې برېښنا به دېرش زره کورونو او سل فابريکې ګټه واخلي.

04EED0A7-B174-4CCE-B3A1-33FAE12E41D8_w1023_r1_s

خبرپاڼه ليکي، پر دې پروژه به چې د “بیات پاور” په نوم خصوصي شرکت یې قرارداد اخېستی، ۳۹ میلیونه امریکايي ډالر ولګېږي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .