بلخ کې د چا راج چلیږي؟

۱۸ میزان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۲:۲۷ ب.ظ -
 
 شکیل احمد
ولسمشر محمد اشرف غني د ټاکنیزو سیالیو پرمهال ویلي و چې د واک جزیرې به له منځه وړي او عواید به مرکزي کوي چې ټولو ولایتونو ته انډولیزه پراختیایي بودجه ورسیږي او انډولیزه پراختیا رامنځ ته شي. ولسمشر محمد اشرف غني په ځان ډاډه و چې دا کار به کوي، خو کله یې چې د خلکو په رایو د اصلاحات او همګرایي له ټیم سره معامله وکړه، د دې ټیم برجسته غړي عطامحمد نور یو شرط دا و چې دی په بلخ کې پاتې کیږي او په دې سره یې د ولسمشر تصمیم چلنج کړ او مجبورا یې غاړه کیښوده چې عطامحمد نور دې په خپل ځای پاتې شي. عطامحمد نور همغه ډول چې د کرزي په حکومت کې د ارګ ځینې حکمونه نه منل، داسې یې د ملي یووالي حکومت کې بیخي نه منل، ځکه دلته یې نیمایي سهم رسیده او بلخ ولایت یې د خپل حکومت سهم و، هغه څه چې وروسته په جنجال واوښت. کله چې د ملي یووالي حکومت کې په لومړۍ ورځ محمد حنیف اتمر د امنیت شورا ته ننوت، خپله یې کار پيل کړ چې د واک جزیرې له منځه یوسي او په یو سیستماتیک ډول باندې ځینې کسان چې سرغړونې کوي، لارې ته راوړي. دا قانوني لار هم وه، ځکه څنګه یو والي بغاوت کولی شي او څنګه یو والي د مرکزي حکومت پریکړې ننګوي، ښاغلی اتمر په  دې لټه کې شو چې له بلخ څخه عطامحمد نور لیرې شي او د بلخ د حیراتانو بندر عواید چې عطامحمد نور په یو او بل نوم وهل، مرکزي کړي، خو ولسمشر د ځینو مصلحتونو په اساس باندې د اتمر مخه نیوله. کله چې ولسمشر محمد اشرف غني هم پوه شو چې عطامحمد نور ورته سرخوږی جوړوي او حکومتولي یې ورته ننګولې نو پریکړه یې وکړه چې له ولایت یې لیرې کړي، خو دا پریکړه هغسې و نه شوه څرنګه چې حنیف اتمر نقشه جوړه کړې وه. نقشه داسې وه چې عطامحمد نور به په بهرني سفر وي، د منفکۍ مکتوب به یې ورشي او ممنوع الخروج به اعلان شي، خو ولسمشر داسې و نه کړل، هر څه یې ډاګیز کړل او عطامحمد نور دا پریکړه چلنج کړه چې له څو میاشتو جنجال وروسته یې عطامحمد نور ته لوړ امتیازات ومنل او دنده یې پريښوده. نور د ارګ هغه پریکړه ماته کړه چې د بلخ لپاره انجنیر داوود والي ټاکلی و، عطامحمد نور له انجنیر داوود سره مخالفت نه درلود، خو په دې سره یې یواځې خپل زور او موقف ښوده چې د جمعیت له ادرسه یې غږو. ولسمشر هغه وخت سره د عطامحمد نور په تړاو پریکړه کې هم بیړه وکړه او هم سستي چې همدا لامل شو چې اوس هم عطامحمد نور د بلخ والي دی، ځکه هغه والي چې د نور په خوښه ټاکل شوی دی، د همغه په قومنده اوس هم وړاندې ځي او هیڅ داسې اقدام نه شي کولای چې عطامحمد نور یې اجازه ور نه کړي. هغه ورځ چې ولسمشر محمد اشرف غني بلخ ولایت ته تللی و، تر ټولو جالبه خبره یې ماته دا وه چې د بلخ ځآيي چارواکو ته یې ویل چې زور واکي وځپي او هیچاته د سرغړونو اجازه ور نه کړي، خو دې ته یې فکر نه و چې دا خلک چا مقرر کړي او چا ته ځواب ویونکي دي. ښکاره خبره ده چې د مصلت له مخې عطامحمد نور معرفي کړي او ارګ یې یواځې د مقررۍ فرمان ورکړی دی، له دې هاخوا ارګ ته دومره ځواب ویونکي نه دي لکه څومره چې عطامحمد نور ته دي، د دې تر څنګ د بلخ مسوول چارواکي د ارګ خبره دومره نه مني، لکه څومره چې د عطامحمد نور مني. نو ښکاره خبره ده چې ولسمشر محمد اشرف غني په دې چال کې ناکام شو او خپل رنګ کې یې کوټ وخوړ، خو که همدا ولسمشر د اتمر په جوړه شوې نقشه تللی وای، نه به د عطامحمد نور زور وی او نه به یې زر، هر څه به د ارګ په خوښه روان و او عطامحمد نور به بلاخره مجبور شوی وای چې یواخې هېواد ته د ستنیدو اجازه ترلاسه کړي. محمد حنیف اتمر غوښتل چې بلخ کې د واک جزیره له منځه یوسي، خو ولسمشر په داسې لار لاړ چې د واک دا جزیره یې له پياوړې کړه او اوس چې هر څومره پيسې اخیستل کیږي او سرغړونې کیږي، ګټه یې عطامحمد نور ته ده او نوم پرې د حکومت بد دی. لیکوالي  

(1)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .