بلخ: ۸۱۹ پوليس وروزل شول

۱۹ میزان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱:۰۳ ب.ظ -

بلخ ولايت کې د پوليسو له تعليمي مرکز ۸۱۹ سرتېري فارغ شول چې نا امنو ولايتونو ته به د دندو اجرا کولو لپاره ولېږل شي.

 د کورنيو چارو وزارت اداري معين لوی پاسوال عبدالجبار پردلي په مزار شريف کې د ۸۱۹ فارغ شويو سرتېرو په اړه په جوړ شوي پروګرام کې وويل چې دغه پوليس به نويو قطعو ته ځي او د خلکو د امنيت د خونديتوب دنده به پر مخ بيايي .

43745635_2056572801030981_2509948994810019840_n

 نوموړي ملي پوليس د هېواد رښتيني بچيان ياد کړل چې په وينا يې د هېواد له ملي او اسلامي ارزښتونو به په کلکه دفاع کوي .

نوموړي هيله مندي وښوده، چې دغه پوليس به د دندې پر مهال له ټولو هغو لارو چارو کار واخلی چې د شپږو مياشتو په ترڅ کې يې په دې برخه کې زده کړې تر سره کړې دي.

(1)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .