بند امیر لوبډلې امو ته ماتې ورکړه

۲۰ سرطان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۴:۰۳ ب.ظ -

د غازي امان الله خان یو ورځنیو لیسټ ای لوبو په ترڅ کې بند امیر زون امو زون ته په ۹ ویکټو ماتې ورکړه.

FB_IMG_1531307495680

د لوبې پچه بند امیر لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پریکړه وکړه. د امو لوبډلې ټول لوبغاړي د ۱۵۲ منډو تر جوړولو وروسته په ۴۲،۴ اورونو کې وسوځیدل، جاوید احمدي تر ټولو ډیرې ۳۷ منډې وکړې فرهان زاخیل ۳۴ او حاجي مراد مرادي ۳۳ منډې تر سره کړې او میرویس اشرف د ۱۳ منډو تر سوځیدلو وروسته وسوځید پرته له یادو شویو توپ وهونکو بل توپ وهونکی ۱۰ منډو ته ونه رسید. د بند امیر له توپ اچونکو نجات مسعود ۵ او نصرت الله ۲ ویکټې واخستې امیر حمزه او ابراهیم ځدراڼ هم یو، یو لوبغاړی وسوځوه. د بند امیر د توپ وهنې په اننګز کې احسان الله پرته د کومې منډې د جوړولو د فضل حق په توپ ایل، بي، ډبلیو اوټ شو خو بله کوم لوبغاړی ونه سوځید حضرت الله ځاځی پر ۱۰۳ او عثمان غني په ۴۳ منډو داسې مهال ناسوځیدلي پاتې شول چې منډې یې ۱۵۳ ته ورسولې او لوبه یې په ۹ ویکټو وګټله. د بند امیر توپ اچونکی نجات مسعود چې پنځه ویکټې یې واخستې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .