بند امیر لوبډلې د احمدشاه ابدالي لومړۍ درجې سیالیو اتلولي وګټله

۲۳ ثور , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۱:۴۴ ق.ظ -

  کندهار – بند امیر لوبډلې د د ۲۰۱۸ زېږدیز کال د  لومړۍ درجې سیالیو پای‌لوبه وګټله او د دغو لوبو اتلولي یې خپله کړه. په پایلوبه کې بندامیر د امو له لوبډلې سره مخ شوه او بریا يې خپله کړه. د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک رسنیو ته وویل، بندامیر لوبډله د دویم ځل لپاره د احمدشاه ابدالي سیالیو اتله شوه. هوتک زیاته کړه، د دغو سیالیو پای لوبه په کندهار کرکټ لوبغالي کې د امو او بندامیر لوبډلو ترمنځ سه شنبه پیل شوې وه چې پرون شنبه پای ته ورسېده. د سیالیو د پای په مراسمو کې د کرکټ بورډ اجرائیه رئیس شفیق الله ستانکزي هم ګډون کړی و، نوموړي په خپله وینا کې د بند امیر لوبډلې ته د بریا ترڅنګ وویل، دا لومړی ځل دی چې په کندهار کې په دې کچه د سترو سیالیو پایلوبه تر سره کېږي.  
هغه د کندهار د کرکټ لوبغالي د پراختیا ژمنه وکړه او ویې ویل، کرکټ بورډ به ډېر ژر د لوبغالي د احاطې دېوال، د نندارچیانو لپاره د ناستې نور ځایونه، مېلمستون، اکاډمي او نور اړوند ملحقات جوړ کړي چې دغه لوبغالی به په یوه معیاري لوبغالي بدل شي.  
ستانکزي په کندهار کې د ورته نورو سیالیو د جوړولو خبر ورکړ او ویې ویل، په کندهار کې د دغسې سترو سیالیو تر سره کېدا دغلته د کرکت بورډ او کرکټ لوبغاړو وړتیاوې لوړوي چې د دې سیمې کرکټ به ډېره وده ورسره وکړي. په دغو شوو سیالیو کې امو، بند امیر، مس عینک، سپین غر، بست او کابل زونونو لوبډلو ګډون کړی و. په کور د ننه فرسټ کلاس لوبې په نړیوال کرکټ کې د ودې لپاره اړینې ګڼل کېږي. د کرکټ له اصولو سره سم، هغه څلور ورځنۍ لوبې چې په نړیواله کچه تر سره کېږي، ټېسټ لوبې یې بولي، خو که په همدغه چوکاټ کې په کورد ننه تر سره شي، فرسټ کلاس کرکټ لوبې ورته وايي. کندهار کرکټ لوبغالی

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .