بواسير څه ډول ناروغي ده؟ نښې، لاملونه او درملنه يې

۲۳ دلو , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۱:۱۷ ق.ظ -

– پېژندنه:

بواسير چې جمع يې باسور لېکل کيږي او په انګليسي کې ورته هِموروئید Hemorrhoid يا piles وايي، هغه ناروغي ده، چې د اطراحيه سېسټم د مقعد د برخې وريدي رګونه پړسيږي او د اطراحيه مواد په اطراح کې ستونزې رامنځ ته کوي.

د بواسير د ناروغۍ له امله ډېری خلک د شرم احساس کوي او تر هغې د خپلې ناروغۍ په اړه څه نه وايي او نه يې هم د درملنې په لټه کې کيږي، ترڅو چې دغه ناروغي سخته او شديده شوې نه وي.

۲- د بواسير ډولونه:

د بواسير ناروغي په دوه ډوله ده، چې ورته دننه او بهر بواسير وايي.

– د بواسير داخلي ناروغي Internal hemorrhoids: که چېرې د بواسير ناروغي داخلي وي، نو د مقعد دننه برخې رګونه پړسيږي او درد د بهرني بواسير په پرتله کم وي. د داخلي بواسير په وخت کې د مقعد له د ننه څخه وينه بهيږي او د جامدو اطراحيه مواد رنګ عادي وي خو په وينه ککړ وي.

– د بواسير خارجي ناروغي External hemorrhoids: که چېرې د بواسير ناروغي بهرنۍ يا خراجي وي، نو د مقعد د بهرنۍ برخې رګونه پړسيږي، سخت درد کوي او په منظم ډول دوه يا درې ورځې وروسته يې درد شديد کيږي.

۳- د بواسير ناروغۍ نښې – نښانې:

که څه هم د بواسير نښې – نښانې د ناروغۍ په ډول پورې تړاو لري، خو په عمومي ډول بواسير لاندې نښې – نښانې لري.

– د اطراح په وخت کې د مقعد خارښت او درد

– د مقعد په شااخوا کې پړسوب او خارښت

– د غټو کولمو د حرکت په وخت کې په نس کې درد

– د اطراحيه موادو د اطراح په ترڅ کې او له اطراح وروسته وينه

4

۴- د بواسير ناروغۍ لاملونه:

– د قبضيت په وخت کې او يا پرته له قبضيت څخه، د اطراح په وخت فشار، راوړل، زور وهل او په زور سره د جامدو اطراحيه موادو خارجول.

– د زيات او اوږد وخت لپاره په تشناب کې کېنستل. ځيني خلک تشناب کې د اطراح پر وخت سګرېټ څکوي او يا هم په موبايل کې بوخت کيږي، چې د دوی له پاملرنې پرته يې ډېر وخت تيريږي او د بواسير لامل کيږي.

– د ځمکني يا ټېټ کاموډ څخه ګټه اخېستل، چې په کولمو باندې فشار راوړي او د بواسير لامل کيږي.

– د بواسير ناروغي شونې ده، چې په ارثي ډول هم ولېږدول شي. که په کورنۍ کې پخوا يو چا د بواسير ناروغي درلوده، نو شونې ده چې د کورنۍ نور غړي هم پرې اخته شي.

۵- د بواسير ناروغۍ درملنه:

د بواسير ناروغۍ د ناروغۍ په ډول پورې تړلې ده. لومړی بايد دا تشخيص شي، چې بواسير ناروغي داخلي ده او که خارجي او همدا ډول د بواسير د ناروغۍ شديد والی بايد څرکند شي.

– تودې او پاکې اوبه: تشناب ته له تلو وروسته مقعد بايد په پاکو او تودو اوبو ومېنځل شي.

– له صابون څخه بايد ډډه وشي: په تشناب کې د ضرورت له رفعه کولو وروسته او همد ډول د حمام کولو په وخت کې د مقعد په برخه کې او په ځانګړي ډول د مقعد دننه د صابون له کارولو بايد ډډه وشي.

– تيز او تريخه خواړه: تريخه او مرچ لرونکي خواړه هم د بواسير په منځ ته راتګ او د مقعد د زخم کېدو لامل کيږي. د زيات مرچي لرونکو خواړو له خوړولو بايد ډډه وشي.

– د بواسير ناروغي لپاره توصيه کېدونکي کريمونه دي له اطراح وړاندې په مقعد او شااخوا برخه ومښل شي، تر ۱۵ يا شلو دقيقو لپاره دې پرېښودل شي، ترڅو مقعد نرم شي.

– له اطراح وروسته د مقعد د پاکولو په موخه دې له نرم او پاک تشناب کاغذ څخه ګټه واخېستل شي. د خاروو تېږو او نور شيانو په وسيله دې د مقعد له پاکولو جدي ډډه وشي.

– په يو لوی لوښي کې دې sitz bath تر سره شي يا په يو لوښي کې دې Sizt واچول شي، د ۱۵ څخه تر ۲۰ دقيقو پوري دې ناروغ کس په کې کېني.

– غوره دا ده، چې د بواسير د نښو په څرګندېدو سره پرته له دې د شرم احساس وشي، ناروغ کس بايد ډاکټر ته لاړ شي او د ډاکټر د توصيې اړوند درمل وخوري.

لیکوال :ډاکټر نېک محمد ويال – د روهي وېب پاڼې څښتن

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .