بیا به هماغسې شم ! ـ عزت الله ځواب

۱۳ جوزا , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱:۰۴ ب.ظ -

z

بيا به هماغسې شم! غوا به پټي کې پرېږدم تا به راونيسمه مستي به ډېره وکړو ته به خفه شې رانه  بيا به غوسه شې راته زه به دې بيا پخلا کړم … بيا به هماغسې شم! د ګودر جونو ته به چينار کې ټال واچوم خلکو کې ورکه مينه ژوندۍ کول غواړمه زه به خوشاله شمه تا خندول غواړمه … بيا به هماغسې شم! نن له مکتب پټېږم تا سره ښه کومه ستاسې غواګانو ته به ښه ډېر واښه کومه راځه چې دواړه لاړ شو نورې خبرې به پټي کې وکړو … بيا به هماغسې شم! چې تر ماښامه پورې ډېرې کيسې وکړو شعرونه هم ووايو څاروي به وڅرېږي مونږه به لوبې وکړو … بيا به هماغسې شم! يو د شومبړو سبا ناری کومه سهار وختي ځمه انځرو پسې چې تر څو لمر راخيژي را رسېدلی به يم … بيا به هماغسې شم! زه له ملګرو سره ښار ته ځمه تا له بنګړي راوړمه خپله وعده پوره کوم …. بيا به هماغسې شم نور به ولس کې په حجرو ګرځمه او د شوقيانو مجلسونو ته ځم سندريز شور پيدا کول غواړمه خلک له خوبه ويښول غواړمه … بيا به هماغسې شم! هره شپه خوب کې ماشومتوب ګورم چې زه به وېښ يمه که خوب ګورم

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .