بیجینګ پر دوه اړخیزو همکاریو د خبرو لپاره کابل ته پلاوی لېږي

۱۸ اسد , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱:۱۷ ب.ظ -

ټاکل شوې ده چې چين له افغانستان سره پر دوه اړخيزو همکاريو د خبرو اترو لپاره يو لوړپوړی پلاوى په نږدې راتلونکي کې کابل ته را ولېږي.

د ملي امنيت شورا وياند او د ستراتيژيکو اړيکو رييس قادرشاه وويل چې دغه څرګندونې د چين سفير د ملي امنيت له سلاکار حنيف اتمر سره د ليدنې پر مهال وکړې.

سرچينې زياته کړې، په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او چین تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو پر دوام او پرمختګونه خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د شوو پرمختګونو ستاینه وکړه.

هغه وايي، د چین سفیر لیو جینګ سونګ وویل چې هېواد یې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له بهیر او مذاکراتو کلک ملاتړ کوي او په دې برخه کې یې د خپل هېواد د هر اړخیزو همکاریو ژمنه وکړه.

سفير زياته کړه، له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې یې هېواد له افغانستان سره ګډ کار او د همکاریو د دوام لپاره چمتو دی.

د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر په سیمه کې د چین سیاسی، اقتصادي او ټولنیز رول مهم وباله او د افغان سولې په بهیر کې یې د چین له صادقانه همکاریو قدرداني وکړه.

اتمر همدارنګه د افغانستان او چین تر منځ په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې د همکاریو پرمختګونه د غوره سیمه ییزو همکاریو بېلګه وبلله.

د چين سفير وايي چې د افغانستان او چین د دولتونو تر منځ په لوړه کچه د بحثونو او خبرو په دوام یې هېواد چمتو دی، څو یو لوړپوړی پلاوی د دوه اړخیزو اړیکو د ښه والي په موخه په نږدې راتلونکي کې افغانستان ته را ولیږي.

سونګ زیاته کړه چې پلاوی به د تېرو خبرو او بحثونو په دوام د سولې د بهیر په ملاتړ او له ترهګرۍ سره د مبارزې .

NSC-Pic -1(3)

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .