تاسو د ولایتي شوراګانو کارونه څنګه ارزوئ؟

۱۸ قوس , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۱:۴۲ ق.ظ -

نوراحمد خېبر – د پوهنتون محصل

د افغانستان ټول ۳۴ ولایتونه د یوې یوې ولایتي شورا لرونکى وي، چي ولایتي شورا مستقیما د اړونده ولایت د خلکو د رایو په پایله کي ټاکل کېږي. د ۲۰۰۴ کال د اساسي قانون پر اساس، ولایتي شورا دنده لري، چي:

نوراحمد خېبر – د پوهنتون محصل

نوراحمد خېبر – د پوهنتون محصل

«د دولت د پرمختیایي هدفونو په ترلاسه کولو کي او د ولایت د چارو په سمون کي برخه اخلي. د ولایت د ادارې تر څنګ کار کولو سره، سره ولایتي شورا د خپلي لایحې مطابق دا دنده هم په غاړه لري، چي د دولت او ملت تر منځ په واټن ختمولو کي زښت زیات او نه ستړي کېدونکي هلي ځلي وکړي. دغه راز ولایتي شورا هغه مهم ارګان دی، چي په غیرمستقیم ډول د ملت ستونزي تر مسؤلو چارواکو پوري رسوي، نو که چېري یې تر خپل وسه پوري د ستونزو په حل کي کوښښونه کړي وي خو صحیح ده، که نه، نو صرف یې د دولت بودیجه ضایع کړې ده. تر اوسه ډېری خلک له ولايتي شوراګانو راضي دي، خو يو شمېر نور بيا پر ولايتي شوراګانو نيوکي هم کوي، مهمه خبره دا ده چي هغه وکيلان چي د خلکو لپاره يې خدمت کړی، خلک او ولس ترې راضي دي او هغه چي خدمت يې نه دی کړی، خلک ترې خفه دي.

حزب الله اسحاق – د ځوانانو فعال

تېرو درېيو څلورو کلونو کي ولايتي شوراګانو کارونه ښه پر مخ روان دي، د ولس اړتياوو ته يې پر وخت ځواب ويلی دی. کومي ستونزي چي ولس درلودې په خپل وخت يې تر مسؤلينو رسولي دي.

حزب الله اسحاق – د ځوانانو فعال

حزب الله اسحاق – د ځوانانو فعال

خلک هم تر ډېري اندازې له ولايتي شورا خوشحاله دي، ما چي له خلکو اورېدلي دي، ټول د ولايتي شورا له کړنو راضي دي. د دې لامل دا دی، چي دا ځل ولايتي شورا ته ځوانان ورغلي دي، د هلمند ولايتي شورا مشر يو ځوان و، د کار اراده يې درلوده، خلکو ته يې په صداقت خدمت کاوه، هر څوک به په ډاډه زړه ورتلل او خپلي ستونزي به يې ولايتي شورا سره شريکولې، چي ولايتي شورا به پر خپل وخت له اړونده ادارو سره په همغږۍ د خلکو او ولس ستونزي هوارولې. ولايتي شورا ته اوس هم د خلکو غټي هيلي او تمي دي او دا د ولس لپاره يو ښه ادرس دی، چي خپلي ستونزي ورته واوروي، تر څو هواري کړل شي. د ولايتي شورا وکيلان هم بايد په پوره صداقت د خلکو غوښتنو ته پام وکړي، ځکه دا خلک ولس خپل استازي ټاکلي دي او د دوی له منځه راپورته شوي دي، نو بايد ولس ته لومړيتوب ورکړي او هغه ژمني چي يې ورسره کړي دي بايد پوره يې کړي. په ټوله کي بايد ووايو چي د ولايتي شورا ډېری کارونه مثبت دي او ولس ترې راضي دی.

ادریس صمیم – ژورنالیست

د ولايتي شوراګانو د کارونو څخه عام خلک ډېر خوښ نه دي، ولايتي شورا د حکومت او عامو خلکو تر منځ د يو پل حيثيت لري، مګر دلته هر وکيل د خپلو شخصي ګټو لپاره کار کوي، د ملت غم د وکيلانو سره نشته، همدغه شخصي ګټي د دې باعث شوي، چي د ملت او وکيلانو تر منځ فاصله ايجاد کړي.

ادریس صمیم - ژورنالیست

ادریس صمیم – ژورنالیست

د ولايتي شوراګانو وکيلان د ملت سره قطعا په تماس کي نه دي او نه د ملت ږغ اورېدل کېږي، کومي ژمني چي د ولايتي شورا وکيلانو د کمپاينونو پر مهال له عامو خلکو سره کړي وې، دوى په خپلو ژمنو کي ولاړ نه دي پاتي، حتا ځينو کانديدانو، په تبليغاتي پاڼو او پوسټرونو کي د خلکو د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره ځيني داسي ژمني کړي وې، چي د قانون له مخي، د دوى د واک له دايرې څخه لوړي وې. ولايتي شوراګانو د قانون له مخي د دوى دندي او صلاحيتونه د مشورو په ورکولو سره خلاصه کېږي. د ولايتي شورا قانون څلورمه ماده چي دندو او صلاحيتونو ته ځانګړې شوې، وايي چي د ولايتي شوراګانو غړي په اقتصادي، ټولنيزو، روغتيا، پوهني، بيارغوني او د ولايت په نورو برخو کي د حکومت د پراختيايي موخو په ټاکلو کي ګډون کوي. همدارنګه د ولايت له مالي سرچينو څخه د آغېزمني استفادې په اړه مشوره او د قومي او ځايي شخړو په حل کي ګډون د دې بنسټ د غړو له نورو دندو څخه دي.

طیب شاه برلاس – مدني فعال

د ولایتي شورا کړني ولس ته د قناعت وړ نه دي، ځکه چي دوی د ټاکنو په وخت کي د ولس سره سمبولیکي ژمني وکړې او ځان به يې رښتینى معرفي کاوه، خو کله چي دوی واک ته ورسېدل د ولس په سترګو کي يې خاوري ورواچولې، د خپلو ژمنو څخه يې مخ واړوه، د ملت له ګټو تېر او د شخصي جېبونو ډکولو او پر پوروژو، معاملو، فیصدي او کمېشنکاري باندي مصرف شول.

طیب شاه برلاس - مدني فعال

طیب شاه برلاس – مدني فعال

پخوا به دوی په ملت پسي ګرځېدل، اوس ملت په دوی پسي ګرځي، خو د دوی لیدل هم د انځرګل په څېر دي، چي د ورځي هیڅ په دوربین کي نه ښکاري او که څوک يې پيدا هم کړي او کومه دوسیه يا کار ورته وسپاري، نو تر مېز لاندي يې کثافت دانۍ ته واچوي، نور نو ولس ویښ دی او د دوی اصلي څېره يې تشخیص کړې او له دوی دغه چلند څخه تر سپوږمو راغلي او باور يې دلاسه ورکړى.

روح الله مخلص – د زابل ولايت اوسېدونکی

د ولایتي شوراګانو د ټاکنو په راتګ سره ټول افغانان یوه ستر بدولون ته سترګي په لاره او خوشحاله وو، ټاکني ترسره سوې، له نېکه مرغه په دې ټاکنو کي خلک خپلو خوښیو ته ورسېدل، ټولو ولایتونو کي ځوانان د ولایتي شورا مشرتابه او استازولۍ ته وټاکل سول او دا وخت د خلکو استازیتوب کوي.

روح الله مخلص - د زابل ولايت اوسېدونکی

روح الله مخلص – د زابل ولايت اوسېدونکی

د افغانستان اوسنیو حالاتو او د ولایتي شوراګانو دندو ته په کتو سره، د ولسي جرګې اومشرانو جرګې تر استازو ولایتي شورا غوره تمامه سوې او دا مهال خلک د دې دواړو جرګو تر استازو په ولایتي شورا زیات اعتبار لري، ځکه چي ولس هر وخت ورته خپلي غوښتني او سپارښتني سپاري او ډېر ژر ورباندي غور کېږي، په ډېرو ولایتونو کي ولایتي شورا د دولت او ملت تر منځ د یوه پل حیثیت غوره کړی او هغه تشه يې ډکه کړې، چي ولس يې غوښتنه کوله، ولس د ولایتي شوراګانو کړني مثبتي ارزوي او په پوره باور سره ویلای سم، چي د ټول افغانستان په کچه هم که چېري دا نظر وپوښتل سي، نو د ملت ځواب به مثبت وي، دا مهال یوازنۍ اداره ولایتي شورا ده، چي خپلي چاري یې تر یوې کچي ولسي کړي او استازي یې د ولس سره نژدې پاتي سوي دي، خو اړینه ده چي ولایتي شوراګاني تر دې هم خپلو دندو ته متوجه سي او د ولس اصلي ږغ واوري، خپلي موخي ملي وټاکي او د خپل هيواد لپاره کار وکړي. تر ټولو اړینه خبره دا ده، چي ټول د ولایتي شورا استازي هم په ښه توګه استازولي نه سي کولای، نو اړینه ده چي باید مشرتابه يې په ګډه د داسي استازو دناوړه کړنو مخه ونیسي. د ولایتي شورا د استازو دندي مالومي او ټولنیزي دي، که چېري خپلي دندي ته متوجه او صادقه نه وي، نو د ولس په منځ کي هغه زوړ ځای نه لري او هیڅکله به بریالي هم نه سي. تر دا مهاله ولایتي شوراګاني ښې او کړني یې ښه ارزول سوي دي، هیله لرم چي په راتلونکي کي زموږ ټولي شوراوي او مجلسونه همداسي واوسي.

روح الله رشيدي – د ځوان غبرګون مدني ټولني مشر – زابل

دا پوښتنه څو اړخونه لري: شورا یا د ولسونو تر منځ همږغي، د ولس د استازو دفتر په اصل کي د ټولنیزو نظم یو مهم اصل دی الله تعالی ج په قران کریم کي هم دې ټکي ته اشاره کړې او د شوری جوړولو آمر یې کړی، خو دلته سوال دا دی، چي خلک د ولایتي شوراګانو کارونه څنګه ارزوي، دا خبره تر ولایاتو پوري فرق لري، ځیني داسي ولایتونه شته چي خلک یې د ولایتي شوراګانو څخه خوشحاله نه دي او بعضي ولایات بیا داسي هم دي، چي ولایتي شوراګاني د خپلو ستونزو د حل یوازیني مرکزونه ګڼي. په عموم کي باید ووایم چي کله د ولایتي شورا استازي د پاکو او او رښتینو ټاکنو له لاري ټاکل شوي وي، واضح خبره ده چي خلک به یې له کارونو هم خوښ وي او که د ولایتي شوراګانو استازي د زور او درغلۍ له لاري ټاکل شوي وي، نو له هغوى څخه به ولس ضرور ناراضه وي، بلکي له هغوى څخه د کار کولو تمه لېونتوب دی.

روح الله رشيدي - د ځوان غبرګون مدني ټولني مشر - زابل

روح الله رشيدي – د ځوان غبرګون مدني ټولني مشر – زابل

څوک چي په زور او درغلۍ واک ته ورسېږي هغه به څه د ولس د دردونو دوا شي، خو اوس تر ډېره حده خلک له ولایتي شوراګانو خوښ دي، البته په ځینو ولایاتو کي او ډېر داسي ولایتونه هم شته چي خلک یې د ولایتي شوراګانو له کړنو سر ټکوي، دا ستونزه هغه وخت حل کېدلای شي چي کله ټاکني پاکي سپېڅلي او له درغلۍ لېري وي او د ولس رښتیني استازي ولایتي شوراګانو ته انتخاب شي. کله چي استازي رښتیني وي، په رښتیا د ولس له مینځه ټاکل شوي وي، واضح خبره ده چي د ولس د ستونزو د حل په موخه به کار کوي، د ولس د دفاع لپاره به کار کوي، د ولس د حق اخیستلو دپاره به مبارزه کوي. کله چي مبارزه پاکه او رښتینې وي، کله چي استازیتوب په صداقت سره ترسره کېږي، ستونزي حلېږي او کله چي د ولس ستونزي حل شي، ولس به ضرور له خپلو استازو خوښ وي. کله چي نو بلاخره باید ووایم چي هغه ولایتي شوراګاني چي استازي یې رښتیني او د پاکو رایو له لاري ټاکل شوي وي، خلک یې له کارونو خوښ دي او برعکس هغه ولایتي شوراګاني چي استازي پکي د درغلۍ او زور پر مټ ټاکل شوي، ولس یې هم له کارنو ناخوښه دي او دا ټولو ته واضح معلومه ده چي څوک د ولس رښتیني استازي دي او څوک د زور له لاري ټاکل شوي. په هیواد کي د تلپاتي سولي او ملی یووالي په هیله!

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .