تبليغان: حکومت خوست کې تبليغي اجتماع ته اجازه نه ورکوي

۱۹ میزان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۰:۴۷ ق.ظ -

د خوست تبليغي مرکز تبليغان وايي چې افغان دولت په دغه مرکز کې جوړېدونکې تبليغي اجتماع ته اجازه نه ورکوي.

دغو تبليغانو چې شمېر يې سلګونه کسانو ته رسېده د دولت خلاف لاريون ورکړ او د يو ساعت لپاره يې د خوست – ګردېز لويه لار د ترافيکو پرمخ هم تړلې وه.

دوی په خپلو خبرو کې ويل چې دولتي چارواکي د پاکستان د ريونډ د تبليغي مرکز تر اغېز لاندې دي او د دوی پرمخ يې د خوست د تبليغي مرکز دروازه تړلې ده.

د افغانستان دغه تبليغان په داسې حال کې د دولت خلاف لاريون کوي چې ټاکل شوې نن پنجشنبه په دغه مرکز کې لويه تبليغي اجتماع جوړه کړي.

د لاريون يو ګډونوال او د خوست د تبليغي مرکز غړي سيد افتخار  وويل چې دولتي چارواکي د ريونډ د تبليغي مرکز د غړو په اشاره په دې ولايت کې د جوړېدونکې تبليغي اجتماع مخنيوی کوي.

هغه زياته کړه: ((پاکستاني تبليغان غواړي چې د خوست تبليغان دې زموږ اطاعت وکړي، هر افغان دې پاکستان ته مشورې ته راځي، هغوی زموږ خلکو ته دا خبره کوي چې تبليغ په پاکستان کې وکړئ او قتل قتال په افغانستان کې. موږ جديد ديني عالمان لرو، فصيحې ژبې لري او زموږ افغانان تبليغ ته اړتيا لري)).

په ټوله کې دغه تبليغان په دوو ډلو وېشل شوي چې يوه ډله يې د پاکستان د لاهور ښار د ريونډ تبليغي مرکز او بله هغه يې د هند نظام الدين تبلیغي مرکز څخه کنټرولېږي.

په همدې حال کې د ريونډ د تبليغي مرکز يوه غړي رييس خان کمالزي وويل د دوی يواځينۍ موخه دا ده چې د يو امير تر رهبرۍ لاندې په يو واحد مرکز کې راټول شي.

دی وايي: ((موږ دواړه ډلې په دې پرېکړه کړې وه چې تر يو کال پورې به دا مرکز تړلی وي او اجتماع به په کې نه کيږي. موږ پوهيږو چې دولت يو طرفه پرېکړه نه کوي او اوس زموږ ملګري اړ دي چې يو اقدام وکړي او که اقدام يې وکړ نو بيا ټول مسووليت دولت ته متوجه دی)).

د خوست د حج او اوقافو رييس مولوي اظهارالدين بيا دا ښه وبلله چې دواړه ډلې تبليغان اختلافات له منځه يوسي، کنه دوی اړ دي چې د خوست تبليغي مرکز د دواړو ډلو پرمخ وتړي.

هغه زياتوي: ((وزارت هدايت کړی دی چې له اجتماع نه وروسته دا مسله موږ ته راولېږئ څو يې دوی حل کړي، چې دا مرکز يا بيا وتړئ، يا يې دغې او يا يې هغې ډلې ته ورکړئ. موږ د هغو له هداياتو سره سم کار کوو.))

په ورته وخت کې د خوست د والي وياند طالب منګل په همدې تړاو وويل چې که څه هم تبليغانو له دوی سره د شوې پرېکړې سرغړونه کړې، خو ددې ستونزې د بنسټيز حل په موخه يې دا مسله له مرکزي ادارې سره شريکه کړې ده.

منګل زياته کړه: ((موږ له دوی نه غوښتنه کړې وه چې د ولسي جرګې له ټاکنو وروسته دا اجتماع ترسره کړي، خو دوی ونه منله، نو اړ شوو چې د اجتماع اجازه ورکړو. موږ غواړو د دوی ستونزو ته د حل دايمي لار پيدا کړو.))

د هند د نظام الدين او د لاهور د ريونډ د تبليغي مرکز د غړو ترمنځ هغه وخت خپل منځي اختلافات رامنځته شول چې د خوست په تبليغي مرکز کې به په يو وخت دوه ځايه په جماعت سره لمونځ ترسره کېده.

1111111

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .