ترکي پانګوالو په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې

۲۷ حمل , ۱۳۹۷ ,ساعت ۶:۲۲ ق.ظ -

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې چارواکو د ترکيې سوداګريز پلاوي ته په هېواد کې د پانګونې په اړه معلومات ورکړل او دغه پلاوي هم په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې ده.

د ترکيې ۲۵ کسيز سوداګريز پلاوی دوه ورځې وړاندې د دغه هېواد د اقتصاد وزارت د مرستيال فاتح متين په مشرۍ له افغانستان سره د پانګونې او سوداګريزو اړيکو د پراختيا لپاره کابل ته راغلی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې چارواکو او ياد شوي پلاوي نن په کابل سټار هوټل کې” د افغان-ترک سوداګريز وصل ” تر نامه لاندې غونډه کې ګډون وکړ.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې عامل مشر عتيق الله نصرت په دې ناسته کې ياد شوي پلاوي ته په خطاب کې وويل چې اوسمهال په افغانستان کې د برېښنا توليد، کرنې، کانونو را ايستلو، روغتيا او ساختماني برخو کې د پانګونې ښې وړتياوې شته او افغان حکومت د بهرنيو پانګوالو هرکلی کوي.

هغه د انرژۍ د توليد په برخه کې د پانګونې فرصت ته په اشارې سره وويل چې افغانستان اوسمهال ۵۰۰۰ مېګاواټه برېښنا ته اړتيا لري، خو د ۲۳زره ميګاواټه ابي او ۱۲۰ مېګاواټه لمريزې برېښنا د توليد وړتيا لري.

د نوموړي په وينا، هغه پانګوال چې په دې برخه کې پانګونه کوي، کولای شي د افغانستان برېښنا بهر ته هم صادره کړي.

نوموړي وويل چې د روغتيا په برخه کې هم د پانګونې ښه زمينه برابره ده، ځکه افغانان په کال کې نږدې ۴۰۰ ميليون امريکايي ډالر و په ارزښت له افغانستان بهر په درملنه لګوي.

نوموړي زياته کړه چې د ودانيو، د کانونو د استخراج  اوکرنيزو محصولاتو د پروسس په برخه کې هم د پانګونې لپاره لوړ ظرفيت شته.

هغه وويل چې په تېرو ۱۶ کلونو کې په افغانستان کې په تېره بيا ساختمامي برخه کې تر ټولو ډېره بهرنۍ پانګونه د ترکي پانګوالو له خوا شوې ده.

نوموړي د ترکيې له سوداګريز پلاوي څخه وغوښتل چې له افغانستان سره دې د ترکيې ويزې اخيستلو په برخه کې اسانتياوو رامنځ ته کېدو، ګمرکي محصولاتو د کمېدو او په استانبول (د ترکيې مرکز) کې دې د افغان سوداګريزو خدمتونو مرکز په جوړېدو کې همکاري وکړي.

نوموړي وويل چې افغان سوداګر په راتلونکې يوه مياشت کې د ترکي هوايي شرکت (ترکش ايرلاين) له لارې دغه هېواد ته صادرات پيلوي.

د هغه په وينا، له څو کلونو را په دې خوا د دواړو هېوادونو سوداګريزه راکړه ورکړه ۲۳۰ميليون ډالرو ته رسېده، خو په وروستيو کلونو کې د ځينو عواملو له امله دغه شمېر ۱۱۰ميليون ډالرو ته راټيټ شوی دی.

خو هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزې راکړې ورکړې د کچې کمېدو عوامل مشخص نه کړل.

نوموړي وويل چې اوسمهال افغانستان ترکيې ته هر کال کابو ۳۳ميليون ډالرو په ارزښت صادرات لري او افغانستان ته د ترکيې کلنيو صادراتو کچه ۷۷ميليون ډالرو ته رسېږي.

د ترکيې د اقتصاد وزارت مرستيال فاتح متين په دې ناسته کې وويل چې افغانستان ته د ترکي پلاوي د سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو اړيکو ښه کېدل او پراخېدل دي.

نوموړي وويل چې د افغانستان د سوداګرۍ لپاره د اسانتيا رامنځ ته کېدو او د ستونزو حل کېدو په برخه کې به هېڅ ډول همکاري ونه سپموي.

له بلې خوا له ارګ څخه په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني په ګلخانې ماڼۍ کې له ياد شوي پلاوي سره وکتل او په کې د ترکيې خصوصي سکتور په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د پانګونې په خاطر خپل چمتووالی وښود.

سرچينه کاږي، په دې کتنه کې د ترکيې د اقتصاد وزارت معین وویل: “موږ به د افغانستان دولت د کابینې د ځینو غړو او خصوصي سکتور سره لیدنې ولرو، ترڅو په ګډه په افغانستان کې د پانګونې لپاره غوره لارې چارې ولټوو.”

په دې کتنه کې د پانګونې په فرصتونو او د ترکي شرکتونو پر پانګونې بحث وشو.

ولسمشر غنی د لازیاتو اړیکو په ځانګړي ډول د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د ټینګار ترڅنګ وویل، ترکیه په دې برخه کې بریالۍ تجربې لري چې د دواړو هېوادونو د اړیکو په لا پراختیا کې مرسته کولای شي.

هغه زیاته کړه، افغانستان د پانګونې په ځانګړي ډول د انرژۍ، د انرژۍ سکتور لپاره د برېښنايي وسایلو د تولید، مخابراتو، نوري فایبر، د کرنیزو تولیداتو پروسس او بسته‎بندي او د سړو خونو د جوړولو، د سمنټو د تولید، نساجۍ او روغتیا سکتور په برخو کې زیات فرصتونه لري.

ده څرګنده کړه، د افغانستان حکومت د موجوده پالیسیو په اساس د پانګوالو د هڅولو په خاطر لازمې اسانتیاوې لري او چمتو دی پانګوالو ته له اقتصادي زون څخه د استفادې په برخه کې زمینه برابره کړي.

د ده په خبره، موږ د پانګونې او عامه خصوصي سکتور د ګډون لېواله یو او په دې برخه کې ترکي او افغان شرکتونه کولای شي په ګډه موثر فعالیتونه ولري.

هغه د زېربنا سکتور او ترانسپورټ په برخه کې د ترکیې تجربې موثرې وبللې، وې ویل، د ترانسپورټ په برخه کې دې د سوداګرۍ زمینه برابره شي.

د ترکیې د اقتصاد وزارت معین وویل، د پانګونې په برخه کې په مطرح شویو ظرفیتونو او فرصتونو غور کوو او د ترکیې خصوصي ستکور چمتو دی چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

ترکی سوداګر

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .