ترکي کمپنۍ په “ټاپ” پروژه کې ١.٦ ميليارد ډالر پانګونه کوي

۱۷ عقرب , ۱۳۹۷ ,ساعت ۸:۳۴ ب.ظ -

له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د برېښنا مزي غځولو برخه کې د يو عشاريه شپږ ميليارده امريکايي ډالرو پانګونې هوکړه لاسليک شوه.

د دې پروژې درې اړخیز تفاهملیک د ۲۰۱۵ میلادي کال په ډسمبر میاشت کې د درېيو واړو هېوادونو (ترکمنستان، افغانستان او پاکستان) د مشرانو ترمنځ د ترکمنستان په مرکز عشق آباد کې لاسلیک شوی و.

د دغه مزي له لارې به له ترکمنستان څخه پاکستان ته د ۱۰۰۰ مېګاواټو په شاوخوا کې برېښنا ولېږدول شي.

افغانستان به د دغه مزي له لارې د ۱۰۰۰ مېګاواټه برېښنا پر ګټې اخیستنې سربېره، په کال کې شاوخوا ۱۰۰ میلیونه ډالره د ترانزیټ حق هم ترلاسه کوي.

د دې پروژې د پانګونې تفاهمنامه نن له غرمې مخکې د یو لړ مراسمو پر مهال په دلګشا ماڼۍ کې د ولسمشر محمد اشرف غني او لوړپوړو دولتي مقاماتو په حضور کې لاسلیک شوه.

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت مرستيال او سرپرست محمد ګل خُلمى د ياد ترکي شرکت له مشر احمد چاليک (AhmetÇalık) سره کابل کې په ګډه خبري ناسته کې وويل چې د ترکمنستان- افغانستان او پاکستان (TAP) د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا د لېږد مزي پر پروژه د پانګه اچونې تفاهملیک نن په کابل کې د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت او د ترکي پانګه اچونکي شرکت “چالیک هولډینګ” ترمنځ لاسلیک شو.

هغه وويل چې ياد ترکي شرکت به په ټولیز ډول د ترکمنستان- افغانستان او پاکستان د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د لېږد د مزي پر پروژه له۱،۶تر دوه مليارده ډالر پانګونه وکړي.

دى وايي چې د دغه تفاهم لیک پر بنسټ چې نن لاسلیک شو، چالیک هولډینګ شرکت په لومړیو شپږو میاشتو کې د دې پروژې مالي او تخنیکي پروپوزل چمتو کړي او د اوبو او انرژۍ وزارت ته یې سپاري.

سرچينه زياتوي چې دغه شرکت به د درېيو کلونو په اوږدو کې د يادې پروژې اړوند د افغانستان او ترکمنستان په خاوره کې د ۲۰۰۰ میګاواټو په ظرفیت په دوو سرکټونو کې د۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا مزى وغځوي او د ترکمنستان او افغانستان ۵۰۰ کیلو ولټه سب سټېشنونونو به جوړ کړي.

هغه وويل: “د افغانستان په خاوره کې د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د لېږد د مزي اوږدوالی ۷۵۰ کیلومتره دی، چې د تورغونډۍ له بندر څخه به پیل او د لویې لارې په اوږدو کې د هرات، فراه، کندهار له ښارونو څخه به تېر او په پای کې به د سپین بولدک له لارې کويټې ته ورسي.”

ده د یادې پروژې کورني او سیمه ییز اقتصادي اهمیت ته په ټینګار سره وویل: “د ټاپد پروژې پلي کېدل به په افغانستان کې د سولې او امنیت په ټینګښت کې مثبت اغیز وکړي.”

ترکي کمپنۍ په "ټاپ" پروژه کې ١.٦ ميليارد ډالر پانګونه کوي

ترکي کمپنۍ په “ټاپ” پروژه کې ١.٦ ميليارد ډالر پانګونه کوي

د ياد ترکي شرکت مشراحمد چاليک خوښي څرګنده کړه چې د داسې يوې لويې پروژې د پلي کېدو باور پرې شوى دى. دى وايي چې ډېر به د دغې پروژې کار پيل کړي.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې په دې پروژه کې د ياد شرکت ګټه څه ده، وويل کله چې دغه پروژه بشپړه شي، دغه شرکت به له هر کيلوواټه برېښنا څخه يوه اندازې پيسې ترلاسه کوي.

ده په دې اړه جزئيات ورنه کړل.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .