ترکیه:د ګولن د ستنولو پرسر مو امریکا ته پیسې نه دي وړاندیز کړي

۲۱ عقرب , ۱۳۹۶ ,ساعت ۸:۱۹ ب.ظ -

د ترکیې حکومت هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې له امریکا سره یې په هغه هېواد کې د خپل مېشت ترکي منتقد فتح الله ګولن پر سر د معاملې وړاندیز کړی .

یو شمېر امریکایي رسنیو ویلي و، چې ترکیې د امریکا د ملي امنیت مخکیني سلاکار ته وړاندیز کړی و، چې د ۱۵ میلونه ډالرو په اخیستو سره ترکیې ته د ګولن د لیږد زمینه برابره کړي .

ګولن چې په ترکیه کې د تېرکال د ناکامې کودتا په پلان تورن دی، په امریکا کې اوسي او ترکیه یې د ستنیدو او مجازاتو غوښتنه کوي .

خو ترکي حکومت اوس د امریکايي رسنیو دا راپور رد کړی او ویلي، چې دوی هیڅکله د قانون خلاف کار نه کوي .

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .