ترکیه:یوه ډله محصلین د اردوغان د کاریکاتور د لېږدولو په تور نیول شوي

۲۰ سرطان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۸:۵۸ ب.ظ -

د ترکیې حکومت ۴ محصلین په دې نیولي، چې ولې یې د ولسمشر اردوغان یو کاریکاتور له ځان سره لېږدولی .

په دغه کاریکاتور کې اردوغان له یو شمېېر حیواناتو سره رسم شوی .

دا کاریکاتور ۱۲ کاله پخوا د اردوغان د صدراعظمۍ پرمهال یوې ورځپاڼې خپور کړی و .

هغه مهال اردوغان له ورځپاڼې څخه شکایت وکړ، خو محکمې دا مسئله د بیان د ازادۍ مطابق کار ګڼلی و .

له دې سره تېره جمعه یوې محکمې ۴ خبریالان د ۲۰۱۶ د ناکامې کودتا د همکارۍ په تور په ابدي بند محکوم کړي .

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، دا خبریالان د حکومت منتقدین دي او په دې پلمه بندیان شوي .

t

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .