تر روژه ماتي وروسته مایعات وڅښئ

۱۵ جوزا , ۱۳۹۷ ,ساعت ۹:۱۷ ق.ظ -
په روژه کې د بدن اوبه او انرژي کمېږي. په دې وخت کې بدن ډېرې انرژۍ ته اړتیا لري. خرما او د مېوو اوبه په دې برخه کې ګټور ثابتېدای شي. په خوړلو سره یې د بدن د ګلوکوز کچه عادي حالت ته راځي او سربېره پر دې په بدن کې د معدني موادو توازن هم ساتي. بله دا چې، ډېر خواږه خواړه ښايي روغتیا ته پر زیان تمام شي، ښه دا ده چې هر څه د یوه معیار له مخې وکارول شي، داسې چې نه مو پر معده فشار راشي او نه مو هم بدن د مایعاتو له کمښت سره مخ شي. انټي اوکسیدونه، ویټامينونه، پوتاشیم او ځینې نور معدني مواد د بدن له اساسي اړتیاوو شمېرل کېږي. د مېوو او د هغو له اوبو په ګټې اخیستو کولی شو د وجود روغتیايي توازن وساتو. دا چې په روژه کې د انسان په ورځنيو عادتونو لکه خوب، خوراک، څښاک او نورو کې بدلون راځي نو دغه څه تر ډېره زموږ د ستړیا لامل ګرځي. د دې ستړیا د لرې کولو لپاره له مېوو او د هغو له اوبو څخه ګټه واخلئ.
?????????????????????????????????????????????????????????

?????????????????????????????????????????????????????????

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .