تهران :ښاروال د نجونو د نڅا له کبله څارنوالۍ ته غوښتل شوی

۲۰ حوت , ۱۳۹۶ ,ساعت ۷:۰۹ ق.ظ -

د ایران په پلازمېنه تهران کې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د نجونو نڅا څارنوالۍته د دغه ښار د ښاروال د ورکاږلو سبب شوی .

د تهران څارنوال عباس جعفري دولت ابادي ویلي، چې ښاروال لا له وړاندې د نجونو د نڅا له پلانه خبر و، خو د مخنیوي لپاره یې اقدام نه دی کړی .

څارنوال ویلي، چې ښاروال او نورو  ملامتو مسولینو ته دوسیه جوړه شوې .

د تهران ښاروال محمد علي نجفي د خپلې دفاع په هڅه کې پاتې راغلی، اوس معلومه نه ده چې برخلیک به یې څه وي .

په تهران کې د ښځو د نړیوالې  ورځې د نمانځنې او په دې تړاو د ځینو حکومت ضدو اعتراضونو له  کبله یو شمېر ښځینه او نور فعالان بندیان شوي هم دي .

ایران له توندلارو هېوادونو څخه دی، چې د ښځینه وو ترڅنګ د نورو بشري حقونود پراخ نقض راپورونه ترې خپریږي .

tr

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .