جاپان ولي پرمختلی دی؟ / عبدالحق (ځواکمن)

۲۳ جدی , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱:۴۶ ب.ظ -

کله چي امریکا پر جاپان آټمي بمونه وغورځول، ورانې زیاته وه او د جاپان هېواد بیارغونه اسانه کار نه وو. ددې هېواد په رغولو کې ۱۲۵ ميلیونو جاپانیانو په مستقيم او غير مستقیم ډول د خپل هېواد په بیا رغولو کې بېله کومه امتیازه او بې مزده پوره ونډه واخیستل. د هېواد ابادۍ ورته تر هر څه لومړيوب درلود. د جاپان هېواد په ښونځيو او روزنتونو کي هره ورځ ماشومان اړ وه، چي د ۸ څخه تر ۱۰ دقیقو پورې د خپل ښار د چاپیریال په پاکوالي کي برخه واخلي. د هېواد مشرانو وګړو هم خپل مسؤليتونه او د هېواد په آبادولو کې ځانونه د خپل وس او توان محدوده کي هره ورځ د هېواد په جوړونه کي په رضاکارانه ډول بوخت کړي وه. دې ته ورته نوري بېلګۍ د جاپان هېواد د وګړو ځان باندې منلې مسؤليتونه وه، چي د اوسني جاپان د ملت پالنې د بهیر انځور نړۍ ته وړاندي کړی، لاهم د نورو نوښتونو او پرمختګونو پروسې په جدیت سره پر مخ روانې دي.

26196321_304910570030168_5464558975479533913_n

افغانستان هم د نړۍ پر مخ يو هېواد دی، چي میشتو وګړو يې په جوړولو او ورانولو کې تر کومه سرحده ونډه اخيستې؟ لږ به د افغانستان پر حالت فکر وکړو، چي د افغانستان هر فرد که ځوان وي که زوړ د خپل هېواد لپاره يې څه کړي، څومره ددې هېواد لپاره رضاکارانه کار کولای سي. موږ اکثریت ګډ مېشت افغانان خپل تر وسه د افغانستان په ویجاړولو کي په مستقیم او غیر مستقیم ډول لاس لرو، د شخصي ګټو د خونديتوب لومړيوب هغه کړنه ده، چي ملي ګټې مو تر پښو لاندي کړي.

د افغانستان هېواد د ۴۰ کلنې روانې جګړې، ترڅنګ د سیاسي مشرانو د لوري د پرديو ګټو د خونديتوب لپاره د خپل هېواد ملي ګټې قرباني کړي. تل يې افغاني سیاسي دريځ د ځان غوښتنې په اورونو کې سوځولی. د پردي هېواد جاسوسي او لاسپوڅي يې خپله تګلاره ګرځولې. موږ افغانان د جاپان هېواد په څېر د ملي ارزښتونو د ساتنې لپاره هيڅ نښه نه وينو. د هغوي په څېر خپل روښانه راتلوونکي ته ژمن وګړي نه يو.

پیغام مې دادی چې د جاپان هېواد په څېر نورو هېوادونو د لاسته راوړونو او پرمختګونو څخه څه زده کړو، راځئ نور دې ستړي هېواد ته په پوره ژمنتيا سره کار وکړو. افغانان نور باید په دې پوه سي، هر څومره چي خپل هېواد ویجاړوي، په هم هاغه اندازه ذلیله او بې عزته کیږي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .