جرمني پولیسو یو افغان له ترکیې څخه یونان ته د انسانانو د قاچاق په تورنیولی

۱۵ قوس , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۲:۳۷ ب.ظ -

د جرمني پولیسو د سې شنبې په ورځ دغلته یو افغان له ترکیې څخه یونان ته د انسانانو د قاچاق په تور چې لسګونه کسان په‌کې وژل سوي، نیولی دی.

د جرمني په شمال لوېدیځ ښار اسنابروک کې څارنوالان او پولیس وايي، ګومان کېږي چې دا کس په هغه کښتۍ کې و چې د ۲۰۱۶ میلادي کال جنورۍ کې له ترکیې څخه یونان ته په لاره د خرابې هوا له کبله له ۹۰ تنو سپرلیو سره ډوبه سوه.

روېټرز خبري اژانس وايي، له دې پېښې یوازې ۲۴ کسان ژغورل شوي وو، د یونان ساحلي ساتونکو ۳۵ نور جسدونه هم له اوبو راوویستل او د کښتۍ نورې سپرلۍ نادرکه سوې.

د اسنابروک د پولیسو په اعلامیه کې د دې مشکوک افغان چې په پېښه کې د یونان ساحلي ساتونکو ژغورلی او یوه میاشت وروسته‌یې په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې، نوم نه‌دی یاد سوی.

په عین حال کې بریتانوۍ ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی چې نن چهارشنبه جرمني هغه ۷۸ افغانان چې په جرمني کې یې د پناه غوښتنه رد سوې، بېرته افغانستان ته استوي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .