جلال اباد کې د کوزې پښتونخوا ولسونو په ملاتړ غونډه وشوه

۱۲ حمل , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۲:۴۵ ب.ظ -

ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار شیرزي لوبغالي کې د ختيځې سيمې سلګونو اوسیدونکو، چې په کې ځوانان، خويندې، قومي مشرانو، مدني فعالانو او نورو ګډون درلود د کوزې پښتونخوا د ولسونو په ملاتړ غونډه وکړه.

د غونډې برخه والو په کوزه پښتونخوا کې د پنجاب حکومت له لوري پر پښتون قوم روان ظلم ، بربريت او وحشت په کلکو ټکو وغنده .

مدني فعالانو انجينر راحت ګل زيارمل، شريف الله ناصري ، استاد محمد انور سلطاني د خبرو پر مهال وويل ، په ننګرهار کې د کوزې پښتونخوا د ولسونو په ملاتړ يې له دې وړاندي هم ورته غونډې او ناستې کړي چې په خبره يي څو نړيوالو ته دا څرګنده شي چې لر او بر يو تن او وجود دی .

29694524_1040637872751435_2895388041458100684_n

يادو ويناوالو همدا راز وويل ، د کوزې پښتونخوا پرولسونو د پنجاب حکومت له لوري له اوږدې مودې راهيسي ظلم او وحشت ترسره کيده چې په خبره يې ياد ظلمونه نور پښتون قوم ته د منلو او زغم وړ نه و، او دخپل حق غوښتنې لپاره يې غږ پورته کړ .

د دوی په خبره زموږ روانه حق غوښتنه يواځې د پښتون قوم لپاره نه؛ بلکې د بلوڅ ، سيندي او هلته ميشتو نورو قومونو لپاره هم ده .

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .