جلال اباد: ۱۳ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور په جزا محکوم شول

۲۲ حوت , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱:۰۸ ب.ظ -

د ننګرهار استیناف محکمې د ښاري محکمې جزا ابتدايه دېوان له لورې د یوې علنۍ غونډې په ترڅ کې يو تن د قتل په قضيه کې د جزا قانون ۳۹۶ مادې پربنسټ په اتلس کاله تنفيذي بند محکوم کړ.

د ننګرهار ولايت رسنيز دفتر ليکي: « په دغه علني غونډه کې يو بل تن د لازمو د لايلو د نه شتون له امله برئت ورکړل شو،خو لس تنه جوارګر د جزا کوډ د ۶۹۱ مادې پر اساس په دولس ـ دولس زره افغانۍ جزا محکوم شول ، چې له دې جملې يو تن ، چې جوار ګرو ته يې ځای برابر کړی و، د يادې نغدي جرمې ترڅنګ د جزا قانون د ۳۵۳ مادې د لومړۍ فقرې او ۱۵۸ مادې په پام کې نيولو سره په دوه مياشتو بند محکوم شو.»

په همدې حال کې د ننګرهار استيناف محکمې د ښځو پروړاندې تاوتريخوالي مخنيوي استيناف دېوان رياست له لوري دقتل په قضيه کې يو تن په اته کاله تنفيذي بند محکوم شو.

29066259_1028659870615902_2835966076620111872_n

يو تن، چې د کورني تاوتريخوالي له امله يې مېرمنې ځان وژنه کړې وه، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخنيوي قانون د ۲۱ مادې پر بنسټ يې خاوند په اته کاله تنفيذي بند محکوم شو.

دغه راز په يوه بله قضيه کې يو تن ، چې دواده څخه د پنځو نجونو ممانعت يې کړی و د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي مخنيوي قانون د۲۷ مادې پر اساس او دجزا قانون ۱۵۸ مادې پربنسټ دهرې جلۍ په حق په دوه + دوه مياشتو ، چې جمله ۱۰ مياشتې کېږي په تنفيذي بند محکوم شو.

دغونډې قضايي پلاوي وويل د تورنو پر وړاندې شوې پرېکړې وروستۍ نه دي، کولای شي د تميز غوښتنې وکړي .

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .