جمهوررئیس غني: د فضايي استقلال لرل د حکومت مهمه ژمنه وه چې نن پوره شوه

۱۸ اسد , ۱۳۹۷ ,ساعت ۸:۳۵ ب.ظ -

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن سهار په حامد کرزي بین‌المللي هوايي ډګر کې د رادار نوی نصب شوی سیستم پرانیست چې له دې سره د افغانستان د هوايي قلمرو کنټرول د افغانانو لاس ته ورغی.

FB_IMG_1533830542399

په حامد کرزي بین المللي هوايي ډګر کې په دې مناسبت جوړ شویو مراسمو ته لومړی د افغانستان د هوایي چلند د خپلواکې ادارې رئیس محمود شاه حبیبي د رادار د دغه نوي سیستم په اړه تخنیکي معلومات وړاندې کړل وې ویل، اوس د افغانستان په قلمرو کې د بې پیلوټو الوتکو په شمول ټولې غیر مجاز الوتکې لیدلی او څارلی شي. ورپسې د هېواد لومړنۍ ښځینه فضايي کنترولرې مسعوده کاکړ د هوايي ټرافیک د تنظیم د کارکوونکو په استازیتوب خبرې وکړې وې ویل، د دغه سیستم پرمټ دوی اوس تر ټولو معیاري خدمتونه وړاندې کولی او هوايي ترافیک کنټرولولی شي او له دې سره به الوتنې په ځانګړي ډول عبوري پروازونه زیات شي. ورپسې د هېواد جمهوررئیس د رادار د نوي سیستم په نصبولو او په کور دننه د مسلکي کارکوونکو د روزنې په برخه کې د ملکي هوایي چلند ادارې د مسوولینو له هڅو څخه په مننې ټول ملت ته د رادار د نوي سیستم د نصبولو او فعالیت مبارکي ورکړه، وې ویل، د ملي وحدت حکومت مهمه ژمنه د فضايي استقلال اخيستل و چې نن ترلاسه شو. جمهوررئیس وویل، هغه هوايي کورېډورونه چې باید د افغانستان له فضا څخه تېر شوی وای پخوا ممکن نه و، خو اوس دا کار ممکن شو، زموږ مهم هدف دا دی چې افغانستان د سیمې په څلور لارې بدل شي، نن افغانستان د هوا له لارې په څلور لارې بدل شو او ژر به د ځمکې له لارې هم دغه هدف ته ورسېږو. هغه د نوې ټکنالوجۍ اهمیت ته په اشارې وویل، اوس په ټکنالوجۍ کې یو حرکت او پرمختګ رامنځته شوی او دا د خوښۍ ځای دی چې موږ د ۲۱پېړۍ تر ټولو نوې ټکنالوجي کاروو چې په سیمه کې ساری نه لري. د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه، کومه بیه چې موږ د هوايي خدمتونو لپاره پرې کوله، سلګونه میلیونه ډالره کېده، خو نن د افغانانو په لاسونو د نوې ټکنالوجۍ په کارولو سره به د هوايي خدمتونو قېمت کم، کیفیت لوړ او عواید زیات شي. په پای کې جمهوررئیس د حامد کرزي بین المللي هوايي ډګر د حریم د خوندیتابه او نظم په خاطر اړوندو مسوولانو ته لارښوونه وکړه چې هیڅوک له وسلې سره د هوايي ډګر دننه پرېنږدي او د الوتکو مخکې د هرکلي په موخه د بې ځایه تشریفاتي هرکلیو مخه ونیسي. د یادونې وړ ده چې د دې سیستم له نصبولو سره افغانستان د تر ټولو پرمختللي رادار سیستم خاوند شو. له دې سره به د افغانستان هوايي حریم د رادار پر سکرن ښکاري، د افغانستان هوايي حریم به خوندي، د پروازونو لپاره به د افغانستان د هوايي حریم ظرفیت زیات، په عمودي او افقې توګه به د الوتکو ترمنځ فاصله  کمه او د هېواد په فضا کې به هوايي مسیرونه زیات شي او همدارنګه الوتکې لوړ پروازونه کولی شي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .