جمهور رئیس غني د هالنډ لومړي وزیر سره وکتل

۲۱ سرطان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۰:۵۵ ق.ظ -

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غنی  پرون ماښام د هالنډ لومړي وزیر مارک رټ سره په پلازمېنه بروکسل کې وکتل.

FB_IMG_1531376383103

په دغه کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو، د بین الافغاني مذاکراتو له لارې د سولې د پروسې، اوربند، د ترهګرۍ او نشه یي توکو پر ضد د مبارزې په اړه بحث او خبرې وکړې. د هالنډ لومړي وزیر وویل، هېواد یې چمتو دی چې د اوبو د مدیریت او حرفوي زده کړو په برخه کې د افغانستان حکومت سره هر ډول همکارۍ وکړي. جمهور رئیس غني له افغانستان سره د هالنډ د له تېرو ملکي او نظامي همکاریو څخه په مننې له افغانستان سره د اوبو د مهارولو په برخه کې د همکاریو چمتووالي ته د هالنډ د لومړي وزیر قدرداني وکړه.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .